د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د ناټو په بمبارۍ کې اته کسه ملکیان وژل شوي


د افغانستان په ختیځ کې چارواکي وايي چې د ناټو په هوايي بمبارۍ کې د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي. د پکتیا ولایت د والي ویاند وايي چې په دې بمبارۍ کې یو سړی د خپل میرمنې او شپږو اولادونو سره د پکتیا ولایت د ګرده څړۍ په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

ناټو وايي چې د پېښې نه اطلاع لري او په هکله یې څیړنې پیل کړي دي. د ولسمشر کرزي د حکومت او امریکا په مشري د ناټو د قواوو ترمنځ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسله د اندېښنې یو لوی لامل ګڼل کېږي.

بل پلو د بریتانیې د دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې یو بریتانوی سرتیری د یوې چاودنې په لړ کې وژل شوی دی.

دغه وزارت نن د یکشنبې په ورځ په یوې بیانیې کې ویلي دي چې دغه سرتیری د شاهي ځواک د لومړي کنډک مربوط وو.

د هلمند د کاري ځواک ویاند جګړن ایین لارینس وايي چې دغه سرتیری د شنبې په ورځ هغه مهال ووژل شول چې موټر یې د هلمند ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې پر یوې تعبیه شوې چاودیدونکې آلې ور برابر شو.

ددغه سرتیري د مړینې سره په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال راهیسي د بریتانیوي سرتیرو د مړینې شمیر ۴۱۵ کسو ته ورسیدی. د سرتیري کورنۍ ته د هغه مړینې په هکله اطلاع ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG