د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له افغانستان نه د امریکایي سرتیرو د ایستلو هرکلی کړی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان نه د نیمایي امریکایي سرتیرو د ایستلو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ د تصمیم هرکلی کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د شنبی په ورځ (دسمبر ٢٢) په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي ټرمپ دغه تصمیم د افغان طالبانو د استازو او امریکا ترمنځ د سولې د روانو مذاکراتو لپاره ښه دی.

ښاغلي قریشي ویلي چې پاکستان په ابوظبي کې د سولې د شویو خبرو هرکلی کوي او د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې پاکستاني مقاماتو یو شمیر طالبان خوشې کړي چې د مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره هیت تیره هفته په ابوظبی کې د افغانستان نه د ناټو د نظامي قواو د وتلو او د بندیانو د تبادلی په باب مخامخ مذاکرات وکړل. پدغو خبرو د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربی اماراتو استازي هم حاضر وو.

تیره ورځ د طالبانو ډلې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د راکمولو تصمیم هرکلی وکړ او وویل چې دغه تصمیم څرگندوي چې هغوی پدغه جگړه کې بریالي شوي دي.

خو د لوړپوړي سناتور لیندسي گراهام په گډون یو شمیر جمهوري غوښتونکو سناتورانو دغه تصمیم د امریکا په تاوان گڼلی دی او خبرداری یې ورکړی چې د افغانستان نه وتل د سپتمبر د یولسمې په شان پیښو ته زمینه برابروي.

جمهور رئیس ټرمپ اعلان کړی دی چې په افغانستان کې د میشتو امریکایي سرتیرو نیمایي برخه له هغه هیواد نه وباسي. ښاغلي ټرمپ همداشان د سوریې نه د امریکایي ځانگړو سرتیرو د ایستلو اعلان هم وکړ.

XS
SM
MD
LG