د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتور: د افغانستان نه وتل 'خطرناکه ستراتیژي ده'


ښاغلي گراهام ویلي چې له افغانستان نه وتل د سپتمبر د یولسمې په څیر پیښو رامنځ ته کیدو ته زمینه برابروي
ښاغلي گراهام ویلي چې له افغانستان نه وتل د سپتمبر د یولسمې په څیر پیښو رامنځ ته کیدو ته زمینه برابروي

د امریکا د سنا مجلس لوړپوړی جمهوري غوښتونکی سناتور لنډزي گراهم، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د راکمولو په پروگرام جدي اندیښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې دغه اقدام کیدای شي د سپتمبر د یولسمې په څیر پیښو کیدو ته لار هواره کړي.

ښاغلي گراهام ویلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په یواځې ځان د طالبانو او داعش ضد مبارزې وړتیا نلري او ددغو ځواکونو نه د امریکا د ملاتړ کمیدل کیدای شي د وروستیو کلونو د لاسته راوړنو د له منځه تللو احتمال قوي کړي.

د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت پدې وروستیو کې له تمې خلاف اعلان وکړ چې د افغانستان نه خپل نیمایي پوځیان باسي. همداشان له دې څخه لږ وړاندې ښاغلي ټرمپ د سوریې نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ.

سناتور گراهم ددې اقدام په غبرگون کې په ټویټر ولیکل "د سوریې په څیر [له افغانستان] نه د ځواکونو ایستل باید په شرایطو پورې مربوط اوسي. په افغانستان کې اوسنیو حالاتو ته په کتلو د امریکایي سرتیرو ایستل یوه خطرناکه ستراتیژي ده".

ښاغلي گراهام زیاته کړه "که دغه وضعیت ته دوام ورکړل شي د خپلو ټولو لاسته راوړونو د له منځه تللو بهیر مو پیل کړی دی او د سپتمبر د یولسمې دوه ځلي بریدونو ته زمینه برابروو."

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو تصمیم سربیره د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس استعفی هم د افغانستان نه د امریکا د ملاتړ د کمیدو په هکله اندیښنې زیاتې کړې دي. رپوټونه وایي چې ښاغلی متیس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون ملاتړی و او د دفاع وزارت له مقام نه د هغه استعفی هم د جمهور رئیس سره د "نظر د اختلاف" په وجه شگوې ده.

ددې اندیښنو ترڅنگ د طالبانو ډلې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د راکمولو تصمیم هرکلی کړی دی. ددې ډلې یوې منبع د امریکا ان بي سي خبري شبکې ته ویلي چې دغه تصمیم څرگندوي چې هغوی پدغه جگړه کې بریالي شوي دي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو پروگرام پداسې وخت کې پیل کیږي چې د طالبانو استازي د امریکا سره د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو او احتمالي سولې پر سر په خبرو بوخت دي.

د طالبانو د ډلې ویاندویانو ویلي چې د امریکا سره په خبرو کې یې د افغانستان نه د امریکایي سرتیرو په وتلو ټینگار کړی دی.

XS
SM
MD
LG