د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کوچني اختر په ورځو کې لنډ مهال اعلان شوی اوربند د دوشنبې په شپه (مارچ۲۳) پای ته ورسېده او راپورونه وايي چې د دواړو خواو ترمنځ بیا جګړه پیل شوې ده.
د ځایي سرچینو له قوله د زابل ولایت د شمولزو ولسوالۍ کې نښتې شوې دي. راپورونه وايي چې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ملکي سیمو باندې د درنو توپخانو ډزې شوې، چې په ځواب کې افغان طالبانو غبرګون ښودلی دی. ویل کېږي چې جګړه شاوخوا دوه ساعته روانه وه او د هاوان مرمۍ د خلکو پر کورونو هم لګېدلې دي.
بل لور ته، د بلخ په ولایت کې هم د دهدادي په ولسوالۍ کې د شپې له خوا د بېپیلوټه الوتکې د برید راپور ورکړل شوی دی. ویل کېږي چې پدې برید کې د طالبانو د ۲۰۹ الفتح قول اردو یو مرکز په نښه شوی، خو طالب چارواکو دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې یوازې د پاکستان ډرونونه لیدل شوي او د دوی د هوايي دفاع له لوري پرې ډزې شوې دي.
د طالبانو د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي وايي:" د افغانستان پر خاوره او فضاء د پاکستان پوځي رژیم برید هېڅ ډول شرعي او اخلاقي جواز نه لري او د پاکستان علماو هم منلې چې پر افغانستان بریدونه هېڅ جواز نه لري. " هغه دا څرګندونې د پاکستان د پوځ وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې کړې دي.
د اوربند پر مهال هم دواړو لورو پر یو بل د سرغړونو تورونه لګولي وو. طالب چارواکي ادعا کوي چې د کونړ، نورستان او پکتیا ولایتونو کې لږ تر لږه درې ځله پاکستاني ځواکونو ډزې کړې وې چې په نتیجه کي یې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
دا وروستۍ پېښې د هغو تاوتریخوالو دوام دی چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له وروستیو راهیسې کله چې پاکستان پر افغان خاوره هوايي بریدونه وکړل، پیل شوي دي.
اسلاماباد ادعا کوي چې افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسلوالو ته پناه ورکوي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي.
پاکستاني چارواکو د افغانستان سره "پرانیستې جګړه" اعلان کړه او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پخپلو وروستیو خبرو کې خبرداری یې ورکړ چې که بریدونه دوام وکړي، نو دوی به "قاطع اقدامات" وکړي.
د پاکستان او طالبانو د حکومت تر منځ دا تاوتریخوالی وروسته له هغې اوج ته ورسید چې هغه هیواد د مارچ په ۱۶مه د «غضب للحق» په نوم د عملیاتو په چوکاټ کې په کابل او ننګرهار کې بمبارۍ تر سره کړې. رپوټونه وایي چې په کابل کې د «امید» په نوم روغتون کې د ۴۰۰ نه زیات کسان ووژل شول او د ۲۵۰ نه زیات ټپیان دي.
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي څانګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو په اړه امریکا غږ ته د یوې پوښتنې په ځواب کې په یو استول شوي ایمیل کې لیکلي: «متحده ایالتونه وضعیت له نژدې څاري او پاکستان او طالبان هڅوي چې په شخړو کې تازه زیاتوالی د خبرو او دیپلوماسې له لارې حل کړي.»
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري وضعیت "کړکیچن او د اندیښنې وړ" حالت ته داخل شوی دی. د ملګرو ملتونو د ادارو راپورونه ښيي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو له کبله شاوخوا ۱۱۵ زره کسان بې ځایه شوي هم دي.
فورم \ دبحث خونه