د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو سیالۍ؛ بنګله دېش افغانستان ته ماتې ورکړه


تصویر: افغانستان کرکټ بورډ
تصویر: افغانستان کرکټ بورډ

د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې نن چهارشنبه مارچ ۱۵ (کب ۲۴) د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ۶۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان وړمه ورځ بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه او په دې حساب د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو لوبو لړۍ یوه یوه مساوي شوه.

بنګله دېش په ۵۰ اورونو کې افغان لوبغاړو ته د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبغاړو پوره نشوه کړای.

په افغان توپ وهونکو کې سهیل خان ۸۹ منډې وکړې او توپ اچوونکو کې یما عرب څلور لوبغاړي وسوځول.

له دې وروسته ټاکل شوې چې د افغانستان، بنګله دېش او سري لانکا د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شي. دا ټولې سیالۍ په متحدو عربو اماراتو کې کېږي.

XS
SM
MD
LG