د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان: پاکستان سره سیالۍ مهمې دي، افغان لوبغاړي پوره چمتو دي


د افغانستان او پاکستان د تېرې یوې لوبې تصویر
د افغانستان او پاکستان د تېرې یوې لوبې تصویر

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د ۲۰ اورونو کپتان او نړیوال ستوری راشد خان وايي چې افغان لوبغاړي له پاکستان سره دریو ۲۰ اوریزو سیالیو ته تمرینونه کړي‌ او دغو لوبو ته چمتو دي.

راشد خان نن یکشنبه مارچ ۱۹ (کب۲۸) امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې دا لوبې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي او د را روان نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي یو ښه پړاو هم دی.

راشد خان د پاکستان د کرکټ په سوپرلیګ کې ولوبېده او د هغه لوبډلې [لاهور قلندرز] اتلولي وګټله. هغه وویل چې په دغو سیالیو کې لوبې او تجربې به هم له ده سره هم مرسته وکړي چې د پاکستان خلاف ښه لوبه وکړي.

راشد خان وویل:‌ «زما هدف او کوشش هم دا دی چې دا پلان په ذهن کې وساتم چې را روان نړیوال جام ته لوبډله څنګه ښه جوړه کړم. کومو ځایونو کې نیمګړتیاوې دي چې هغه حل کړم. حتمن مشکلات به وي په شروع کې، یو څو ځایونو کې ښه لوبغاوي پیدا کول دي او نوي ځوانان پيدا کول او ورلډ کپ [نړیوال جام] لپاره جوړول دي او هغوی ته ډاډ ورکول دي. دا ښه چمتوالی دی چې له دې څخه زده کړه وکړو. خو مهمه دا ده چې په میدان کې څنګه کرکټ کوو او باید ۱۲۰ فیصده هڅه وکړو. ان شاءالله لوبډله ښه ده، ښه چمتو ده او ښې لوبې به وکړو...»

په راشد خان سربېره مجیب الرحمن، رحمان الله ګربز، فضل حق فاروقي، نوین الحق، عظمت الله عمرزی، قیس احمد او نوید اظهار د پاکستان په سوپر لیګ کې ولوبېدل.

پاکستان دغو لوبو ته، چې د مارچ په ۲۴ په اماراتو کې پیلیږي، وار دمخه د ۱۸ لوبغاړو نومونه خپاره کړي دي چې په کې بابر اعظم، فخرالزمان، شاهین اپریدی او حارث سهیل نشته، خو راشد خان وویل چې د پاکستان لوبغاړي‌ ښه دي او په سوپرلیګ او نورو کې ښه ځلیدلي ‌او لوبېدلي‌دي.

راشد خان د پاکستان د کرکت بورډ د مشر نجم سیټي د هغو څرګندونو په اړه هم وغږېده چې افغان کرکټ بورډ ته یې ویلي وو خپل لوبغاړي او مینه وال وپوهوي چې د پاکستان سره د لوبو په مهال کومه ستونزه رامنځ ته نشي.

راشد خان د حمید حسن او نورو مسائیلو په اړه هم خبرې وکړې، پوره یې مرکه یې په دې لینک کې واروئ. جعفر هاند له راشد خان سره دا مرکه کړې ده:

راشد خان: پاکستان سره سیالۍ مهمې دي، افغان لوبغاړي پوره چمتو دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:16:18 0:00
XS
SM
MD
LG