پداسې حال کې چې د چین په اورومچي ښار کې د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ خبرې پای ته ورسیدې، د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي پر پاکستان د خبرو د ګډوډولو او بې نتیجې د پای ته رسیدلو تور لګولی دی.
په وروستي غبرګون کې د طالبانو یو چارواکي پر پاکستان تور پورې کړی چې د درې اړخیزو خبرو اترو بهیر یې ګډوډ کړی. نوموړي ویلي چې د اسلاماباد “نامعقول” او “غیر منطقي” دریځ د خبرو اترو بهیر زیانمن کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال محمد نعیم وردګ پر پاکستان نیوکه کړې چې هڅه کوي خپلې کورنۍ امنیتي ستونزې پر افغانستان واچوي، پر ځای د دې چې خپله یې مسؤلیت ومني.
سره له دې چې چین دا خبرې د کړکېچ د کمولو لپاره یو مثبت ګام بولي، خو لا هم ژور اختلافات موجود دي.
یو شمیر پاکستاني رسنیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند طاهر اندرابي له قوله راپور ورکړي چې پاکستان ټینګار کوي چې افغانستان باید د هغو وسلوالو ډلو پر ضد “روښانه او د تایید وړ” اقدامات وکړي، په ځانګړې توګه هغه ډلې چې د تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري او اسلاماباد یې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مسؤلې بولي خو د افغانستان د طالبانو چارواکي دا تورونه په کلکه ردوي او ټینګار لري چې د افغانستان اقدامات دفاعي دي.
سره له لومړنیو خوشبینیو، دا خبرې پرته له کومې رسمي هوکړې پای ته ورسېدې.
دواړو لورو د پایلو په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي. چین دا خبرې رغنده بللي او ویلي یې دي چې خبرې به د “ارومچي بهیر” تر چوکاټ لاندې دوام وکړي، خو افغان چارواکي وایي چې په ځانګړې توګه د امنیت په برخه کې مهم اختلافات، لا هم نه دي حل شوي.
دا خبرې په داسې حال کې شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې لا هم تاوتریخوالی دوام لري، چې له امله یې ملکي تلفات او د بې ځایه کېدلو رپوټونه خپاره شوي دي. که څه هم دواړو خواوو د خبرو دوام ته چمتووالی ښودلی، خو په ځینو سیمو کې لا هم نښتې روانې دي.
د چین د منځګړیتوب ترڅنګ نورو هېوادونو لکه سعودي عربستان، قطر او ترکيې هم د زغم غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې سپینې ماڼۍ له دواړو خواو غوښتي وو چې خپله شخړه د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش ته یو لیک استولی او له هغه یې غوښتي چې په افغانستان باندې د پاکستان بریدونه وغندي. نوموړي په افغانستان باندې د پاکستان بریدونه د « نړیوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د اصولو څخه سرغړوونه بللي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د فبروري له وروستیو راهیسې د پاکستان هوايي او ځمکنیو بریدونو په خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیا او پکتیا ولایتونو کې سلګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي، چې ماشومان او یو مرستندویه کارکوونکي هم پکې شامل دي، او له ۹۴۰۰۰ څخه ډیر خلک یې بې ځایه کړي دي.
فورم \ دبحث خونه