د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بریدونو له زیاتېدو سره یو پاکستاني پلاوی طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته ځي


د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی

پاکستاني مقامات وايي د اسلام اباد یو پلاوی به د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۱۹ (۲۸سرطان) کابل ته ځي چې له طالب چارواکو سره په امنیتي او نورو دوه اړخیزو مسائیلو خبرې وکړي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي او اسلام اباد ادعا کوي چې بریدګر په افغانستان کې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی اصف درانی به په کابل کې له طالب مقاماتو سره غونډې کوي. یو پاکستاني مقام، چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، وویل چې په غونډو کې به په امنیتي همکارۍ، تجارتي او اقتصادي اړیکو باندې خبرې وشي.

دراني امریکا غږ ته ته ویلي چې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته له افغانستان سره او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره د پاکستان تجارتي راکړه ورکړه زیاته شوې ده.

د رسمي شمېرو په اساس، دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د څه باندې دوه میلیارد ډالرو په ارزښت تجارت کېږي. اصف دراني همدغه راز له ایران او چین سره هم د تجارتي راکړې ورکړې د زیاتېدو خبره وکړه.

هغه وویل په افغانستان کې د «نسبي سولې» له کبله د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د پاکستان تجارت سږکال ۲۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی. دوه کاله مخکې د دغه تجارت اندازه ۵۰ میلیون ډالر وه. دراني وویل چې دا په افغانستان کې د بشري بحران په کابو کولو کې مرسته کولای شي.

د پاکستان ځانګړی استازی داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې د پاکستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي دي. په روان کال کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي له کبله شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې امنیتي ځواکونه دي. په تازه پېښې کې د جولاۍ په ۱۲ نېټه په یو برید کې د پاکستان ۱۲ سرتېري ووژل شول.

پاکستاني طالبانو د اکثریت بریدونو مسئولیت منلی دی. په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته پاکستان په وار وار دا خبره کړې، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له هغه ځای څخه بریدونه تنظیموي.

افغان طالبان دا خبره نه مني او ټېنګار کوي چې هېچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي. د افغان طالبانو په منځګړتوپ، د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ لنډ اوربند وشو، خو ډېر ونه پاييده او پاکستاني طالبانو د پاکستان په پوځ باندې د بریدونو د بیا پیل اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د امریکا غږ افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په یو ځواب کې وویل وویل: «موږ داسې کومه نښه نه وینو چې افغان کډوال دې په پاکستان کې او یا د سرحد په اوږد کې د ترهګرۍ په فعالیتونو کې ګرم وي.»

جان کربي دا خبره هم وکړه چې د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه به «موږ له پاکستان سره ګډ کار کول روان ساتو».

XS
SM
MD
LG