د لاس رسي وړ اتصالات

روبین: د سولې ولسي حرکت هیله بښونکی پرمختګ دی


د نیویارک په پوهنتون کې د نړیوالو همکاریو د مرکز مشر بارنت روبین وايي د سولې ولسي حرکت په افغانستان کې د سولې راستلو لپاره یو هیله بښونکی پرمختګ دی​.

ښاغلی روبین چې په دې وروستیو کې کابل ته تللی و د سولې ولسي حرکت له غړو سره یې هم ولیدل.

هغه امریکا غږ سره په مرکې کې وویل "له ډېرو کلونو را په دې خوا غواړم په افغانستان کې د سولې راوستلو په اړه لارې چارې وپلټم. د سولې ولسي حرکت چې یو بې پرې حرکت دی د سولې لپاره یې لویه قربانۍ ورکړې. دوی نه د حکومت پلوي کوي نه د طالبانو. په همدې اساس ما وغوښتل د دې حرکت غړو سره له نیږدې وګورم او د دوی غوښتنې واورم. د دوی غږ سولې لپاره نوی غږ دی او هیله بښونکی پرمختګ ګنل کېږي".

د افغانستان د چارو دغه امریکایي کارپوه وايي د دوی غوښتنه برحقه ده "د دوی غوښتنه دا نه ده چې واک تر لاسه کړي، دوی غواړي چې د هرې ممکنې لارې جګړه ختمه شي، همدا ځانګړنه دوی له نورو جلا کوي. د دوي بله ځانګړنه دا ده چې کوم سیاسي ډلې یا کوم خاص قوم پورې ځان تړلي نه بولي او دا ښايي لوی تغییر راولي".

ښاغلی روبین وايی د روان جنګ په اوږدو ګې دې خلکو ډېر ملکي تلفات لیدلي، دوی ته باید غوږ ونیول شي او انساني مرستې ورورسول شي.

هغه په افغانستان کې د جګړې په اړه وايي: "یوه ستونزه دا ده چې د افغانستان جګړه پیچلې ده. دلته هغه کسان چې له دې جګړې ګټه پورته کوي او هغه کسان چې له امله یې ځپل کېږي سره ګډ دي. خو زما په اند د سولې لپاره باید په ګډه غږ اوچت شي او له دې کار لپاره ټولنېزې رسنۍ یوه ښه وسیله ده".

د سولې ولسي حرکات د روان کال د مې په ۱۳مه نېټه له هلمند ولایت نه د افغانستان پلازمېنې په لورې پلي تګ پیل کړ او د شاوخوا ۷۰۰ کیلو مټرو مزل وروسته کابل ته ورسېدل.

دوی په کابل کې د بېلابېلو سفارتونو او نړېوالو دفترونو مخ کې پرلتونه وکړل. د دې حرکت غړو د اګسټ په ۱۰ د کابل نه د افغانستان شمالي ولایت بلخ په لوري په لوڅو پښو حرکت پیل کړ او اوس د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار ته نږدې شوي دي.

XS
SM
MD
LG