د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې ولسي حرکت د پاکستان سفارت مخ ته پرلت پیل کړ


د سولې ولسي حرکت په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته خپل پرلت پیل کړی دی.

د دې کاروان غړي وايي د پاکستان سفارت مخې ته به د دوی پرلت د نا څرګند وخت پوري دوام ولري.

د دغه کارون یو غړی اقبال خیبر امریکا غږ ته وویل: "له ۴۰ کلونو را په دې خوا پاکستان د افغانستان په جنګ کې په مستقیمه توګه اخته دی. روغ نظامونه یې راونړول، مکاتب یې راونړول، په هېڅ شي یې راباندې صرفه ونکړه، او کابل یې د لیلام تر کچې ورسوه. اوس هم همدا وضعیت روان دی په کلیو کې له دوی له لاسه جګړې روانې دي، خلکو ته زیان رسيږي او د دې تر څنګ زموږ اقتصادي زیربناوي په خطر کې دي له همدې امله مو دلته پرلت پیل کړ چې د پاکستان خلکو ته خپل غږ ورسوو چې په خپل حکومت باندې فشار راوړي تر څو افغانستان ته د سولې راوستلو کې مرسته وکړي."

ښاغلی اقبال وویل د امن پرته بله لاره نه لرو"... افغانان وايي که په اسلام آباد کې خلک ښه ژوند لري، تر دې دې هم ښه شي خو موږ ته دې هم اجازه راکړي چې ښه ژوند ولرو."

د کاروان غړي وايي چې د پاکستان مخې ته به متفاوت مدني حرکتونه ولري خو په اړه یې نور معلومات نه ورکوي.

د هلمند د سولې کاروان د پاکستان سفارت مخ ته پرلت پیل کړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:12 0:00

د افغانستان حکومت، په کراتو، پاکستان تورن کړی چې د دې هېواد په نا امنيو کې لاسوهنه کوي خو پاکستان بیا دا خبرې رد کړي دي.

د سولې ولسي حرکت غړو وروسته له هغه چې نږدې ۷۰۰ کیلو متره لاره یې د هلمند نه د افغانستان پلازمېنې پورې په پښو مزل وکړ کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته یې پرلت وکړ او د دې سازمان عمومي منشي ته یې لیک ولېږه.

له هغه وروسته یې په کابل کې د امریکا او روسیې سفارت مخکې پرلت پای ته ورسوه.

د دې کاروان غړي وايی چې د پاکستان سفارت وروسته تصمیم لري چې د انګلستان او ایران سفارت مخکې هم پرلت وکړي.

د دغه کاروان حرکت د عامو خلکو او چارواکو د پراخ ملاتړ سره مخامخ شوی دی. ځوانان، د مدني ټولنې بسټونه، چارواکي او ان بهرنیان دوی سره لیدنه کتنه کوي او دسولي په اړه د دوی غوښتنې اوري.

XS
SM
MD
LG