د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان پر ایران د ټرمپ له بندیزونو سره څه کوي؟


ولسمشر ټرمپ وايي هغه هېوادونه چې له ایران سره تجارت کوي له امریکا سره به یې ونکړي
ولسمشر ټرمپ وايي هغه هېوادونه چې له ایران سره تجارت کوي له امریکا سره به یې ونکړي

امریکايي چارواکي وايي له هغو هیوادونو سره به ګډ کار وکړي چې پر ایران د ولسمشر ټرمپ د نویو لګول شویو بندیزونو په عملي کولو کې ستونزې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي امریکا غږ ته وویل چې له هغو هیوادونو سره به په انفرادي ډول کار وکړي چې غواړي له ایران سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې راکړې ورکړې کمې کړي.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ (اګست۷) خبرداری ورکړ چې هغه هېوادونه چې له ایران سره تجارت کوي له امریکا سره به یې ونکړي.

ایران تېرکال افغانستان ته د شاوخوا ۱.۹۸ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو افغانستان ایران ته یوازې ۳۱.۴ میلیونه ډالر واردات کړي دي.

څه موده مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال خانجان الکوزي امریکا غږ ته ویلي وو چې افغانستان په ۲۰۱۶ کې له ایران سره ۱.۸ میلیارد ډالر صادرات او واردات درلودل.

اوس پوښتنه دا ده چې د ولسمشر ټرمپ دا بندیزونه د افغانستان-ایران سوداګري څومره زیانمنولې شي. د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند شاه حسین مرتضوي وايي دا بندیزونه به خپل اغیز ولري، خو ټېنګار کوي چې افغانستان به ډېر زیان ونه ګالي.

ښاغلي مرتضوي امریکا غږ ته وویل چې افغانستان دا مهال د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د سیمې له نورو هېوادونو سره هم ښې سوداګریزې اړیکې لري. هغه وویل که له ایران سره د سوداګریزو اړیکو د اغیزمن کیدلو په صورت کې به افغانستان نورې لارې ولټوي.

تر دې مخکې ځینو افغان چارواکو ویلي وو چې افغانستان په غیر رسمي ډول پر ایران د ولسمشر ټرمپ له بندیزونو څخه مستثنی دی. ولسمشر ټرمپ دا خبره هم کړې ده چې پر ایران به لګېدونکي بندیزونه د نومبر په میاشت کې نور هم سخت شي.

ولسمشر ټرمپ له ایران او د نړۍ د زبرځواکونو او امریکا ترمنځ د شوي اتومي تړون څخه ووت. دا تړون د ولسمشر اوباما د واکمنۍ په وروستیو میاشتو کې وشو.

ولسمشر ټرمپ وايي چې په تړون کې ډېرې نیمګړتیاوې شته او ګواکې ایران له دغه تړون څخه ناوړه استفاده کوي. د تړون مهم شرط دا و چې ایران به اتومي وسلې نه جوړوي او نړۍ به یې په بدل کې پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه لېرې کوي. ایران امریکا تورنوي چې غواړي له دې لارو چارو تهران ته په اقتصادي ډګر کې ماتې ورکړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG