د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د افغانستان جګړې خصوصي کوونې ته د ټرمپ لیوالتیا زیاته شوې


د بلک واټر شخصي امنیتي کمپنۍ مشر، اریک پرینس
د بلک واټر شخصي امنیتي کمپنۍ مشر، اریک پرینس

د امریکا د حکومت یو شمیر پخوانیو او اوسنیو چارواکو ویلي دي چې شخصي کمپنۍ ته د افغانستان د جګړې د سپارلو لپاره د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ لیوالتیا ډیره شوې.

داسې ښکاري چې ښاغلی ټرمپ د افغانستان لپار د خپل ملي امنیت د ټیم په تګلارې ندی خوښ. شخصي نظامي قراردادیانو ته د افغانستان د جګړې د چارو د سپارلو موضوع تیر کال وروسته تر هغه راپورته شوه چې د بلک واټر د کمپنۍ مؤسس اریک پرینس پدې هکله د چارواکو سره وکتل او په مطبوعاتو کې یې هم خبرې وکړلې.

ښاغلی پرینس چې کمپنۍ یې په عراق کې د ملکي خلکو په وژلو او نورو جرمونو تورنه ده، د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سر سخت ملاتړی دی او خور یې د امریکا د پوهنې وزیره ده.

د اریک پرینس د پلان له مخې امریکایي ځواکونه د افغانستان نه اوځي او پر ځای یې شخصي نظامي قراردادیان ګمارل کیږي چې د یو ځانګړي استازي د رهبرۍ لاندې به فعالیت کوي او دغه استازی به مستقیماً جمهور رئیس ته معلومات ورکوي.

سره لدې چې د امریکا جګپوړي نظامي چارواکي، د کانګریس غړي او پخپله د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت د ټیم غړي د اریک پرینس د پلان سره موافق ندي خو پخپله پیسن د ان بي سي ټلویزیون سره په مرکې کې ویلي دي چې جمهور رئیس ټرمپ ته نږدې کسان " د افغانستان په هکله داسې معلومات ورکوي چې ګواکې هر څه سم دي"

اریک پرینس وایي د افغانستان د جګړې په هکلهجمهور رئیس ټرمپ خوښ ندی ځکه د پرینس په قول " جمهور رئیس د دفاع وزارت یا پنټاګان ته ټول هغه څه ورکړل چې هغوي غوښتل خو تر اوسه یې نتیجه ورنکړله. "

اریک پرینس وایي د خپل پلان په هکله یې تر اوسه د جمهور رئیس سره مخامخ خبرې ندي کړي خو زیاتوي چې پلان لري د مطبوعاتو د لارې ټرمپ مجبوره کړي چې دغه پلان ومني.

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت د شورا یو غړي ویلي دي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د افغانستان پخپلې نوې تګلارې ولاړ دی او د اریک پرینس په پلان هیڅ ډول غور ندی شوی.

XS
SM
MD
LG