د لاس رسي وړ اتصالات

فايق: افغانستان کې جنسيتي تجريد ښځې او نجونې له اساسي حقونو څخه محرومې کړي


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، په افغانستان کې جنسيتي تجريد له اساسي حقوقو څخه د ښځو او نجونو د محروميت او کمزورتيا سبب شوى دى٠

نصير احمد فايق د جمعې په ورځ ناوخته اکتوبر ٢١ (تلې ٢٩) د ملګرو ملتونو د ټولنيزو، فرهنګي او بشري چارو په عمومي ناسته کې وويل چې د افغانستان ښځې او نجونې په ټولنيزو، سياسي او اقتصادي برخو کې په سيستماتيک ډول د حذف کېدو له ګواښ سره مخ دي.

هغه زياته کړه: "د طالبانو لخوا د ښځو ازار او ځورولو د هغوى خصوصي او ټولنيز ژوند اغېزمن کړى دى- د فرمانونو په صادرولو سره د تحميلي حجاب او شرعي محرم لرل د ښځو او نجونو د ازادۍ سلبولو سبب شوي دي٠"

دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې يو کال په تېرېدو سره پر افغانستان د طالبانو تر حاکميت وروسته د هغه هیواد په اکثریت برخو کې متوسطه او لیسه ښونځيو ته د نجونو د تګ مخه نيول شوې او په سياسي، ټولنيزو او کاري برخو کې د ښځو ونډه هم کمرنګه شوې ده٠

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست همدارنګه وويل چې طالبان په تير يو کال کې په دغه هيواد کې د مدني، سياسي او فرهنګي حقوقو ساتنې برخه کې په خپلو ژمنو کې پاتي راغلي دي٠

هغه وويل چې په دغه موده کې د محاکمې پرته وژنو، د تاوتريخوالي ډک چلند، د پخوانيو افغان امنيتي سرتيرو، خبريالانو، د بشري حقوقو د مدافعينو او د "افغانستان ملي مقاومت" جبهې غړو د خپل سرو نيونو په اړه ټکان ورکوونکي راپورونه خپاره شوي دي٠

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي تيره پنجشنبه وويل چې په افغانستان کې بشري حقونو وضعيت د اندېښنې وړ دى٠

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست همدارنګه په افغانستان کې پر مذهبي او تعليمي ځايونو بريدونو باندې هم اندېښنه وښوده او هغه يې د طالبانو د حاکميت پر مهال د بشري حقوقو څخه يوه بله سر غړونه وبلله٠

نوموړي زياته کې چې د هزاره ګانو، افغان سيکانو، هندوانو او صوفيانو پر تعليمي او مذهبي ځايونونه پرله پسې بريدونه کيږي٠

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد نن شنبه په يوې اعلاميې کې وويل چې د وزير محمد اکبر خان جومات او کاج تعليمي مرکز د بريدونو طراحان تيره شپه په کابل ښار کې د طالب سرتيرو په عملياتو کې ووژل شول٠

تر دې مخکي په کابل او نورو ولايتونو کې د ځينو چاودنو د مسولیت ادعا د داعش خراسان څانګي کړې ده٠

فايق په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هزاره وګړو د وژنو په اړه د تحقيقاتو غوښتنه وکړه٠

هغه د ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې ښځو او نجونو د حقوقو د تامين او ودې لپاره پر طالبانو فشار راوړي٠ ښاغلي فایقن د دې ترڅنګ په افغانستان کې د يو ټولشموله حکومت پر رامنځته کېدو هم ټينګار وکړ٠دا په داسې حال کې چې طالبانو خپل حکومت ټولشموله بللى دى.

XS
SM
MD
LG