د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د بشري حقونو کړکیچن حالت؛ ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ماموریت تمدید کړ


د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د جمعې په ورځ اکتوبر ۷ (تلې ۱۵) د افغانستان لپاره ددغې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ د ماموریت دوره د یو بل کال لپاره تمدید کړه.

په یاده شورا کې د متحدو ایالتونو دایمي استازې میشل تیلور په خپله ټویټر پاڼه لیکي چې هیواد یې په افغانستان کې د ښاغلي بینټ د ماموریت د غځیدلو په اړه د اروپايي ټولنې سره په ګډه د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د پریکړه لیک ملاتړ کړی دی.

میرمن ټیلور زیاته کړې چې د بشري حقونو څخه د درناوي د غوښتني په برخه کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د افغانانو په څنګ کې ولاړه ده.

د بشري حقونو افغان فعالان د ریچارد بینټ د ماموریت د اوږدیدوهرکلی کوی خو وايي چې تر اوسه د هغه ماموریت د افغانانو بشري وضعیت په ښه کیدو کې ډیره مرسته نه ده کړې.

د سیاسي چارو افغان کارپوه عزیز معارج وايي د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د بشري حقونو د ښه کیدو په برخه کې تراوسه کوم د پام وړ کار نه دی کړی.

ښاغلي معارج وویل: " نه یې داسې تدابیر ونیولی شو چې طالبانو ته قناعت ورکړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي، ښځې ټولنیز ژوند ته راولي ترڅو خپل کارونه پیل کړي ... یعني په ټوله کې عدالت تامین شي او د بشر حقونه چې شرعیت او قانون یې ایجابوي، ده ونه شو کړی چې دا کارونه وکړي".

د بشري حقونو یو فعاله معصومه حسیني وايي افغانستان کې د هرې ورځې په تیریدو د بشري حقونو څخه سرغړونې مخ په زیاتیدو دي او په تیر یوکال کې په هغو سیمو کې چې هلته رسنۍ او د حق د غوښتلو لپاره نور امکانات نشته د بشري حقونو څخه شوې سرغړونې همداسې پټې پاتې شوي دي.

میرمن حسیني پر هزاره توکمو او شیعه زده کوونکو بریدونوته په اشارې وویل، چې رسنۍ د طالبانو تر څار لاندې دي او هر ډول چې وغواړي د دې ډول راپورونو خپرول سانسوري.

میرمن حسیني وویل: "بیا هم یو داسې راپور ورکوونکی چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې اغیز ولري د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ماموریت یې غځیدلی دی.د تاسف ځای دی چې دغسې کسان افغانستان کې ځای لري او په نوره نړۍ کې ورڅخه کار نشي اخیستل کیدلی".

د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي، چې افغانستان کې د بشري وضعیت ښه کیدو ته په دې هیله نلري چې ددې په وینا نړۍ د طالبانو سره یو ډول تعامل ته غاړه ایښې ده.

خو د نړیوالو اړیکو یو کارپوه او د باختر د څیړنیز انسیتیوت غړی رضا قاسمي وايي چې افغانستان کې د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتیدو ته په پاملرنې د ملګروملتونو د بشري حقونود شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ د ماموریت غځیدل یو په ځای اقدام دی.

ښاغلي قاسمي وویل " په تیر یوکال کې د ښاغلي بینټ کار د اسنادو او شواهدو په ټولولو او د معتبرو راپورونو په چمتو کولو کې واقعآ د پام وړ دي. د هغه د ماموریت غځیدل په واقعیت کې افغانستان کې د بشري حقونو څخه د څرګندو سرغړونو په اړه د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د لودیځې نړۍ د اندیښنو په دوام ترسره کیږي".

د بشري حقونو په چارو کې په تیر رژیم کې د دولت د وزارت مرستیال عبدالاحد فرزام هم د ښاغلي بینټ د ماموریت غځیدل افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه کیدو په برخه کې یو مهم اقدام ګني او وايي چې په تیر یو کال کې د ښاغلي بنیټ اقدام به د بشري وضعیت د ښه کیدو په برخه کې اغیز ولري.

خو ښاغلی فرزام هم وايي، چې په تیر یو کال کې افغانستان د خلکو بشري وضعیت کې بدلون نه دی راغلی بلکې د ده په وینا وضعیت نور هم خراب شوی دی.

ښاغلي فرزام وویل "افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خرابیدو ته په پاملرنې یوازې د ځانګړي راپور ورکوونکي فعالیتونه کافي نه دي او دې ته اړتیا ده، چې نور اقدامات هم وشي . پدغو اقداماتو کې د ملګروملتونو له خوا د بشري وضعیت د ارزولو لپاره یو حقیقت موندونکی کمیسیون په افغانستان کې رامنځ ته شي".

ښاغلی فرزام وايي ځانګړي راپور ورکوونکي د تشکیل، صلاحیتونو او وظایفو په برخه کې خپل محدودیتونه لري، چې له امله یې د هغوی د فعالیتونواو اقداماتو اغیزې په فوري ډول نشي لیدل کیدلی.

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د وري د میاشتې په نیمايي کې ریچارد بینټ افغانستان کې د بشري حقوتو د وضعیت د څارنې لپاره د خپل ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ګمارلی دی، چې د ځانګړي استازي په توګه د ټاکل کیدو وروسته یې د روان میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې یې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل لومړی رپوت خپور کړ.

طالبانو حکومت د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د ریچارد بینټ د ماموریت غځیدلو ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ اکتوبراتم ( تلې ۱۶) کابل کې یوې غونډې ته چې پر افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د برید د یوویشتمې کلیزې د غندنې لپاره جوړه شوې وه وویل چې د یوې خوا نړۍ یې په رسمیت نه پیژني اږو د بلې خوا ورڅخه داسې غوښتني کوي چې د یو رسمي پیژندل شوي نظام څخه یې کوي.

ښاغلي مجاهد وویل " نظام په رسمیت نه پیژنئ غوښتني دې ټولې رسمي دي دا چې زمونږ نظام د نظام په توګه نه تسلیموئ او غوښتني دي ټولې هغه دي چې لکه د یو نظام څخه یې کوئ دا منطقي نه ده. دا چې نظام نن اخته دی د خپلو پرهرونوپه جوړولو او پتۍ ایښودلو باندې اخته دی وخت ورکړئ فرصت ورکړئ دا نظام به خپل ځان ټول کړي خپل ټول ملت به له ځان سره په غیږ کې ونیسي خپلې کمۍ او کاستۍ ته به متوجه شي او د خپل ولس د وحدت اوهوسايي لپاره به ټول اقدامات وکړي".

د طالبانو د حکومت ویاند وویل چې نړۍ کله د بشري حقونو په نامه او کله په نورو نومونو اعتراضونه کوي او د طالبانود حکومت حاکمیت او ازادي تر پوښتنې لاندې راولي چې د ښاغلي مجاهد په وینا سمه لار نه ده او باید دا ډول چلند تغیر وکړي.

XS
SM
MD
LG