د لاس رسي وړ اتصالات

یوې افغان پولیسې یو آمریکايي مشاور وژلی


یوې افغانې پولیسې نن دوشنبې په کابل کې د پولیسو د مرکز نه بهر یو امریکايي مشاور ویشتلی او وژلی دی. دا وژنه په هغې سلسلی کې تازه وژنه ده چې افغانان خپل خارجي پوځي او پولیس متحدین وژني. دغه خبره یو لوړ رتبه افغان مامور کړېده.

د کابل والي عبدالجبار تقوی اسوسشیټد پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې د پولیسو صاحب منصبه ، نرگس په کابل کې یو ستراتیژیک مرکز ته ننوتې ده. دغه مشاور یې په داسې حال کې په تومانچې ویشتلي دي چې هغه د یو واړه دوکان نه د راوتلو په حال کې وو.

ددې حملې نه سمدستي وروسته دغه ښځه ونیول شوه او بندي شوه.
والي تقوی ویلي دي چې دغې پولیسې لومړۍ د لارویانو نه پوښتنه کړې وه چې د والي دفتر چیرته دی.

د ناټو د قوماندانۍ نطاق د امریکا د هوایي قوې ډگرمن لیستر کارول وویل چې دغه افغانه پولیسه د حملې نه وروسته ونیول شوه.

مقتول مشاور قراردادی او مامور و. سمدستي د هغه هویت نه دی څرگند شوی.
د کابل د پولیسو د قوماندانۍ معاون محمد داود امین ویلي دي چې دغه حمله د پولیسو د مرکز نه بهر په داسې ځای کې شویده چې ښه مصون دی او د والي دفتر، محکمې او یوه بندیخانه هم په کې موقعیت لري.

د ناټو نطاق کارول ویلي دي چې مونږه دا خبره تاییدولی شو چې د پولیسو یو ملکي مشاور ، نن سهار د یو افغان له خوا چې گومان کیږي افغان پولیس دی، وویشتل شو. دغه کس چې گومان کیږي ډزې یی کړیدي په بند کې دی.

ددغه قتل نه څو ساعته مخکې نن د دوشنبې په ورځ یو افغان پولیس ، د افغانستان په شمالي سیمه کې په یو تاڼې کې خپل پنځه همکاران ویشتلی دي ، بیا یی د خپلو دغو همکارانو وسلې اخسیتی او طالبانو ته اوښتی دی. دغه خبره د جوزجان د والي معاون فقیر محمد جوزجانی کړیده.

سږ کال د پولیسو او ملکي مشاورینو په شمول د نړیوالو قواوو د 60 نه زیات کسان، د افغان پولیسو او یا د افغان پولیسو او پوځیانو په جامو کې نورو کسانو وژلي دي.
ددې او یو شمیر نورو قتلونو په هکله څېړنې روانې دي.

د ناټو قواوو، چې ټاکل شویده د دوه زره څوارلسم کال په اخر کې د افغانستان نه ووځي، خپل کوښښونه چټک کړیدی چې د وتلو نه مخکې افغان پولیس او پوځیان و روزي.

په سږني کال کې په دغسې حملو کې د زیاتوالي نه وروسته ، په کابل او واشنگټن کې امریکایي مامورینو په تاکید سره دا خبره وکړه چې دا جلا او انفرادي حملې وې، او نور تفصيل یی ورنکړ.

ددې میاشتې په سر کې د اسوشیټد پریس د تحقیق نتیجه دا وه چې د اتلاف د قوې لږ تر لږه 63 عسکر چې زیاتره یی امریکایان دي ، د افغان پوځ او پولیسو، او یا د دوي په جامو کې د نورو له خوا په انفرادي حملو کې وژل شوي دي. په دغو پېښو کې د 85 نه زیات کسان ټپیان شویدي. همدغه شان لږ تر لږه 46 حمله کوونکي وژل شویدي.
XS
SM
MD
LG