د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د خپلو وزیرانو په هکله د پارلمان پریکړه منلې


د افغانستان جمهورریس کرزي، د ولسي جرگې پریکړه چې د امنیتي چارو د دوه عالي رتبه وزیرانو صلاحیتونه دی سلب شي، منلې ده. خو ښاغلی کرزي وویل، دا وزیران به ترهغې کار ته ادامه ورکوي چې نور وزیران یی په ځای مقرر شي.

د افغانستان ولسي جرگې ، پرون د یاغیانو د یو لړ حملو او د سرحد د پورې غاړې د ډزو نه وروسته چې ملامتي یی په پاکستان اچول کیږي، رای ورکړه چې د دفاع وزیر عبدالرحیم وردگ او د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي صلاحیتونه دې سلب شي.
دا دوه تنه د کرزي د حکومت عالی رتبه وزیران وو.

په داسې حال کې د دې دوه وزیرانو د سلب اعتماد پریکړه شویده چې افغان رهبران هڅه کوي چې د افغانستان نه د بین المللی قواوو د وتلو نه مخکی وښیی چه حکومت ټینگ او باثباته دی.
XS
SM
MD
LG