د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې هره ورځ تر ۴۰زرو پورې خلک تذکرې اخلي


افغان حکومت غواړي، چې په راروانو میاشتو کې الکټرونیکي تذکرې هم وویشي.
افغان حکومت غواړي، چې په راروانو میاشتو کې الکټرونیکي تذکرې هم وویشي.

د نفوسو د احوالو د ثبتولو عمومي رئیس همایون محتاط وايي، په افغانستان کې هره ورځ د دیرش زرو څخه تر څلویښت زرو پورې خلک تذکرې اخلي.

همایون محتاط، چې د چهارشنبې په ورځ یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په نوښت په یوه غونډه کې چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې غړو سره د سلامشورو لپاره په کمیسیون کې جوړه شوې وه، وویل، چې په افغانستان کې د تذکرو اخیستلو ته تقاضا زیاته شوې ده.

ښاغلي محتاط وویل " مونږ د افغانستان په ۴۲۲ اداري واحدونو کې فعال مرکزونه لرو او هره ورځ د دیرشو زرو څخه تر څلویښت زرو پورې تذکرې ویشل کیږي".

د نفوسو د احوالو د ثبتولو عمومي رئیس د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره رایې ورکوونکو ته د تذکرو د ورکولو د بهیر د کړندي کولو په خاطر به د افغانستان په ۴۲۲ اداري واحدونو کې ۳۹۰۰ نوي مامورین هم وګماري او په هره ولسوالۍ کې به د تذکرو د ویش د دفترونو ترڅنګ درې ګرځنده مرکزونه هم پرانیځي.

ښاغلي محتاط د نوو تذکرو د اخیستلو په بهیر کې د جعلکارۍ د مخنیوي په اړه هم د غونډې برخه والو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د نفوسو د احوالو د ثبتولو عمومي ریاست هغه دوویشت زره کتابونه چې د افغانستان د دیرش میلیونو وګړو په اړه معلومات په کې ځای شوي، ډیجیټلي بڼې ته اړولي، چې له مخې که هرڅوک په تذکرو کې جعل وکړي، د دغو ډیجیټلي اسنادو له مخې جعل مخه نیول کیدلی شي.

په غونډه کې د راروانو ټاکنو وړاندې د رایې ورکوونکو د نوملړ د ترتیبولو لپاره د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ښار کې د چاپ شوو کتابونو یو کتاب هم ګډون کوونکو ته وښودل شو.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان بدیع صیاد وویل، چې دا کتابونه به ژر له دوبۍ کابل ته راوستل شي او د شاوخوا لسو میلیونو نوو کاغذي تذکرو د ویشتلو پر وخت به کې د رایې ورکوونکو نومونه ولیکل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملیاتي مر ستیالې میرمن وسیمې بادغیسي دې غونډې ته وویل چې دا کمیسیون به د رایې ورکوونکو د نوملړ د ترتیبولو او د ټاکنو د ترسره کولو لپاره دوه دیرش زره نوي مامورین ژر وګماري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د رایې ورکوونکو د نوملړ پر برابرولو اود کاغذي تذکرو پر ویشلو به شاوخوا نهه ویشت میلیونه ډالره مصرف راشي.

افغان حکومت د لس میلیونو نوو کاغذيتذکرو د ویشلو بهیر په داسې حال کې پیلوي، چې د دې وړاندې حکومت پریکړه کړې وه چې د ټاکنو د شفافیت لپاره به له ټاکنو وړاندې الکټرونیکي تذکرې وویشي.

خو د افغان حکومت په دننه کې د الکټرونیکي تذکرو پر ویش د اختلاف له امله تراوسه د دغو تذکرو د ویش لړۍ نه ده پیل شوې.

XS
SM
MD
LG