د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په هکله د راحیل شریف د دریځ ستایل


د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف تیره سه شنبه کابل کې خبریالانوته وویل چې دې د افغانستان او پاکستان دښمن یو ګڼي
د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف تیره سه شنبه کابل کې خبریالانوته وویل چې دې د افغانستان او پاکستان دښمن یو ګڼي

د افغانستان جمهوري ریاست په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو په برخه کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف دریځ چې د دواړو هیوادونو دښمن یې یو بللی وو ستایلی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت سولې او روغې جوړې ته د زمینې د برابرولو په خاطر د پاکستان د وروستیو هڅو قدرداني کوي او د هغه هېواد له وروستي دریځ څخه چې د افغانستان دښمن خپل دښمن بولي هرکلی کوي.

د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف او د دغه هیواد د استخباراتو د ادارې ای ایس ای رئیس جنرال رضوان اختر د تیرې سه شنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر په وخت د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره یو ځای یو لنډ خبري کنفرانس ته په وینا کې د افغانستان او پاکستان دښمن یو وګڼه وویل چې له ترهګرۍ سره به تر پایه مبارزه وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر له خوا په دغه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په دې وروستیوکې د ګډو ګواښونو او ستونزو په درک سره، د افغانستان او پاکستان مشران دې نتیجې ته رسېدلې دي چې خپلې ګډې همکارۍ پیل کړي. د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو پېښې او په پېښورکې د یو ښوونځي پرزده کوونکو برید په دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ او افراطیت پر خلاف د ګډې مبارزې اراده او هوډ قوي کړی دی.

ارګ بیان وایي " افغانستان، پاکستان او نور نړیوال همکاران تعهد لري چې د سولې د ټینګښت په لاره کې په بشپړ صداقت سره له یو بل سره همکاري وکړي".

دا بیان وایي چې له شک پرته چې د سولې بهیر مخالفین هم لري چې د ناسمو معلوماتو په خپرولو سره عامه ذهنیت ګډوډوي، له دې امله د ملي وحدت حکومت ژمن دی چې دغه بهیر د افغانستان د خلکو د غوښتنو له مخې په شفاف ډول پرمخ یوسي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په دغه بیان کې ویل شوي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ له څلورو میاشتو را په دیخوا په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره هراړخیزې هڅې پیل کړي دي.

مخالفو وسلوالو سره تماسونه

د بلې خوا د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې که څه هم لا تر اوسه مخالفو وسلوالو سره مخامخ خبرې نه دی پیل شوی خو د دغسې خبرو د پیلیدلو لپاره هڅې ګړندۍ شوي دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یو غړي مولوي شفیع الله نورستاني امریکا سره په مرکه کې وویل چې مخالفو وسلوالو سره تل یو ډول تماسونه وو چې اوس په دغو تماسونو کې یو څه پرمختګ شوی دی.

ښاغلي نورستاني وویل "د افغانستان حکومت هم نوی دی او چون د دغه حکومت د لمړیتوبونو څخه همدا وو چې په اول کې په افغانستان کې تامین د امنیت او سوله ټینګه شي څرنګه چې د وحدت ملي په حکومت کې هم یوه اندازه جدیت او قاطیعت شته دی د همدې له امله په تماسونو کې لږ پرمختګ شوی دی ".

خو مولوي نورستاني د شوو پرمختګونو په باب د څرګندونو ډډه وکړه.

مولوي نورستانی چې تیره ورځ یې د افغانستان سولې د عالي شورا د غړو سره یو ځای په ارګ کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د افغان حکومت د سولې د روانو هڅو په باب خبرې کړی وایي چې لا هم دافغان حکومت او مخالفو وسلوالو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې نه دي شوي.

ښاغلي نورستاني وویل " البته د سولې د عالي شورا کوښښ دا دی چې دمشرتابه په کچه تماسونه پیدا شي او خبرو ته چمتو شي نو د دې لپاره کوښښونه روان دي ".

د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا چې د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو سره د سولې د خبرو نه بشپړ ملاتړ کوي هم وایي چې مخالفو وسلوالو سره تراوسه مخامخ خبرې نه دي شوي.

د دغې شورا ویاند مولوي محمد قاسم حلیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د مخالفو وسلوالو سره د افغان حکومت د خبرو بهیر په ډیرو لمړنیو پړاونو کې دی.

مولوي محمد قاسم حلیمي وایي چې افغان حکومت غواړي چې مخالفو وسلوالو سره د مخامخ خبرو د پیل دمخه د افغانستان د ګاونډیو او سیمې د هیوادونو سره په دی مسله خبرې وکړي او د هغوی همکاري هم جلب کړي.

ښاغلي حلیمي وویل " مخکې له دې چې له طالبانو سره یا د دولت له مخالفانو سره مخامخ خبرې شروع کړو د هغوی هغه مقدماتي خبرې دي، همدارنګه زمونږ له ګاونډیو سره د تفاهم مشوري شروع دي چې له هغوی سره مونږ تفاهم ولرو او په دې سره مطمعین شو چې هیڅ هیواد د بل هیواد لپاره باید د جنګ ډګر و نه ګرځي او یو هیواد له با هیواد نه ضرر و نه ویني مونږ له ګاونډیو او ذیدخلو هیوادونو سره په مشورو لګیا یو دا مشوري مو ډیرې مثبتي روانې دي همدا ده چې مونږ فکر کوو چې دا د سولې لپاره هغه لومړني ډیر مثبت قدمونه دي ".

د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا دغه چارواکي د طالبانو د هغه بیان په باب چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په صورت کې به افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه شي وویل چې هغه څه چې رسنیو سره وي هغه څه نه وي چې له دوي سره وي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې په قطر کې د امریکائیانو سره د خبرو د پیلیدلو په باب په ځینو رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه په کلک رد کړي دي او هم یې ویلي دي چې افغان حکومت سره د خبرو په هکله د دوی په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG