د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو کارپوهان: طالبان باید د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي 


د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر حق باندې د طالبانو غیر قانوني بندیز په نړۍ کې د زده کړو پر وړاندې یو مخ پر ځوړي افت دی چې پر ټولو ښځو، یو نسل او د افغانستان په راتلونکې ناوړه اغیز کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په ګډون دغو کارپوهانو د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (کب ۲۹) په افغانستان کې د تعلیمي کال له پیل څخه یوه ورځ مخکې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

دوی وویل چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې یې په منځنیو او لوړو ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو بې برخې دي، په داسې حال کې چې د دغو کارپوهانو په وینا، د طالبانو مقامات د ښځو او نجونو د زده کړو د مخنیوي لپاره هېڅ ډول دیني یا سنتي توجیه نه لري.

طالبانو په افغانستان کې د خپلې په څه باندې ۱۹ میاشتنۍ واکمنۍ کې د ښځو او نجونو پر حقونو ډېر محدودیتونه وضع کړي او تر شپږم ټولګي پورته یې هغوی له زده کړو او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي دي. خو بیا هم طالب مقامات ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغه ډله د ماشومانو د حقونو په کنوانسیون، د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون او د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د نړیوال میثاق په ګډون په نړیوالو تړونونو کې د افغانستان غړیتوب ته په اشارې سره وویل چې افغانستان له تبعیض پرته خپلو ټولو اوسیدونکو ته د تعلیم د حق خوندي کولو او درناوي ته مکلف دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په بیان کې راغلي، چې که د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه دوام وکړي، د نجونو پر ژوند به منفي پایلې ولري او د هغې رغېدل به څو لسیزې وخت ونیسي. په بیان کې راغلي: "موږ دا اجازه نه ورکوو چې دا پیښ شي."

ملګرو ملتونو راپور ورکړی، وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو له لګولو وروسته د ماشومانو ودونه او د ماشومانو کارګرانو شمېر زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي چې که نجونو ته د زده کړو اجازه هم ورکړل شي، د تعلیم د کیفیت په اړه به اندیښنې موجودې وي، ځکه د دوی په خبره «د هلکانو له منځنیو ښوونځیو څخه داسې اندېښمنونکي راپورونه شته چې پکې دیني ښوونکي د حرفوي ښوونکو ځای نیولی او د ښوونځيو په تعلیمي نصاب کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي دي.»

په اعلاميه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د نجونو پر مخ د منځنيو او لېسو د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي، د ښوونيز نظام د کيفيت د ښه والي او د مسلکي ښوونکو د ټاکلو لپاره هڅه وکړي او په ښوونځيو کې د نجونو خونديتوب تامين کړي او په معارف کې په ښځینه معلمانو او کارکوونکو باندې محدودیتونه لغوه کړي.

همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو لپاره ښوونځي او د لوړو زده کړو موسسې پرانیزي، د نجونو او هلکانو لپاره ورته تعلیمي پروګرامونه تمویل کړي او د افغانستان د رسمي تعلیمي نظام د تمویل لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG