د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د 'تور قارچ' ناروغۍ خپرېدل؛ یو ناروغ مړ شوی


په تور قارچ ناروغۍ اخته یو ناروغ مړ شوی دی
په تور قارچ ناروغۍ اخته یو ناروغ مړ شوی دی

په افغانستان کې د کرونا ویروس د دریمې څپې له پراخېدو سره هم مهاله؛ د افغانستان روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د تور قارچ «فنګس» ناروغۍ د اوو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکتر عثمان طاهري نن دوشنبه جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې په دغه هیواد کې د تور قارچ ناروغۍ اووه پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د تور قارچ ناروغیو څلور پېېښې په کابل، دوې بلخ، او یوه هم په سمنګان ولایت کې ثبت شوې ده.

ښاغلي طاهري تائید کړه چې په تور قارچ ناروغۍ اخته یو ناروغ مړ شوی دی.

هغه وویل چې په تور قارچ ناروغیو د خلکو د اخته کېدو د لاملونو په اړه د روغتیا وزارت څېړنې پيل شوي دي.

تور قارچ څه ډول ناروغي ده؟

د تور قارچ ناروغۍ په افغانستان کې له ډیرو کم پیدا کېدونکو نارغیو څخه ده او تر ډېره په هغو کسانو کې پیدا کیږي چې دفاعي سیستم یې کمزوری وي او یا هم یې بدن یې ویروسي ناروغیو ضعیف کړی وي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په کرونا ویروس، سرطان او شکرې ناروغۍ اخته کسانو کې د دغه ناروغۍ د پیدا کېدو احتمال زیات دی.

د روغتیا وزارت د سرپرست په وینا دغه ناروغي په چټکتیا سره خپریږي. په دغې ناروغۍ کې په نړۍ کې د مړینې کچه څه باندې ۵۰ سلنه ده.

XS
SM
MD
LG