د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان شپږ میاشتني کورني عواید له یو میلیارد ډالرو واوښتل


تصویر له ارشیف نه اخیستل شوی
تصویر له ارشیف نه اخیستل شوی

د ماليې وزارت د اټکل له مخې د روان کال تر پایه به د افغانستان عوايد ۱۵۴ میلیاردو افغانیو ته ورسیږي.

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې د روان میلادي کال په تیرو شپږو میاشتو کې افغان حکومت ۷۶ میلیارده افغانۍ عواید تر لاسه کړي دي چې د تیر کال د شپږو میاشتو د عوایدو په پرتله پنځه فیصده زیاتوالی ښیي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د څارنې او همغږۍ د ګډ بورد د پایلو په ناسته کې یې خبرې کولې وویل، چې د روان میلادي کال تر پایه به د افغان حکومت د عوایدو کچه ۱۵۴ میلیارد افغانیو ته ورسیږي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه چې د نوي حکومت په پیل کې د عوایدو کچه نهه میلیاردو افغانیو ته رسیده چې د عوایدو په راټولولو کې ستونزې،د بودیجې کسر او د نغدو پیسو نلرل یې لاملونه یاد شوي وه.

"زموږ د حکومت یوه لاسته راوړنه د عوایدو ښه ټولول وه،هغه که ګمرکي عواید وه ، یا هم مالیاتي او غیر مالیاتي د دې ټولو شمیر نهه نوي میلیارد افغانۍ وه کله چې موږ راغلو و مو ویل چې هغه وخت د عوایدو ټولولو کې ستونزه وه،د بودیجې کسر او د نغدو پیسو ستونزې مو لرلې".

په همدې حال کې یو شمیر اقتصادي کارپوهان د دولتپه عایداتو کې اصلاحات او روڼتیا مني خو واي، د دولت په عوايدو کې زياتوالی، په مالیاتي سیاست کې دبدلونله امله رامنځ ته شوی.

د کابل پوهنتون استاد سید مسعود په دې اړه امریکا غږ اشنا ته وویل چې افغانستان تر ډیره مصرفي هیواد دی خو د غیرې مستقیم مالیاتو ډیریدل د عوایدو د کچې د ډیریدو لامل شوي دي نه د افغانستان د خلکو د عوایدو ډیریدل.

"زه فکر کوم چې تر یوې اندازې اصلاحات منځ ته راغلي دي،په غیر مستقیم مالیاتو ډیر فشار دی،ځکه نشو کولای په مستقیم توګه مالیات واخلو او دولت هم دومره بر لاسی ندی چې مستقیم مالیات واخلي".

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د افغانستان د نړیوالې ټولنې د څارنې اوهمغږۍد ناستې د پایلو په دوام وویل چې د روان کال د اکتوبر میاشتې کې به د افغانستان د ملاتړو هیوادونولوړ رتبه مامورینو به د ملاتړو هیوادنو او افغانستان تر منځ د ژمنو پر سر خبرې وشي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه دا ناسته به د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې دبهرنیو او انکشافي چارو وزیرانو ناستې ته یو چمتو والی و اوسي.

" کوم کارونه چې موږ کوو ددې لپاره دي چې څارنه وشي هم له پرونۍ جې سي ام بي ناستې او هم د لوړ رتبه مامورینو ناسته ،دا د دوه زره او اتلسم کال ناستې ته چېزموږ د ملاتړو هیوادونو د بهرنیو او انکشافي چارو وزیران په کېګډون کوي او په دې خبرې کیږي چې کوم کارونه شوي دي او وروسته له دې کوم کارونه تر سره شي".

په دولتي اداراتو کې د اصلاحاتو راوستل،روڼتیا او د اداري فساد له منځه وړل هغه شرطونه دي چې نړیوالې ټولنې د مالي مرستې لپاره افغانستان ته ایښي دي.

تیره ورځ د افغانستان مرستندویه هیوادونو د جې سي ام بي په ناسته کې د دغه هیواد د ژمنو له ښه تطبیق څخه ستاینه وکړه او هغه يې مثبت وارزول.

XS
SM
MD
LG