د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ټاپي پروژې د تطبیق لومړنۍ چارې پیل شوې


چارواکي وايي، د ټاپي پروژه به د ۲۰۲۰ کال په لومړیو میاشتو کې په فعالیت پیل وکړي
چارواکي وايي، د ټاپي پروژه به د ۲۰۲۰ کال په لومړیو میاشتو کې په فعالیت پیل وکړي

په افغانستان کې د ټاپي د ګازو د نل لیکې پروژې د عملي کولو په موخه نن د دغې پروژې د ډیزاین تړون د ولسمشر غني په حضور کې د افغان ګاز د تصدۍ او د (ILF) نړیوال انجینیري شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیرې غزال حبیب‌یار د تړون د لاسلیک په مراسمو کې، چې د سې‌شنبې په ورځ په ارګ کې جوړ شوي وو وویل، د ټاپي پروژه به په مختلفو پړاونو کې له کره ارزونو وروسته بشپړه شي.

د دغې پروژې د تطبیق په لومړي پړاو کې، چې ورته یو کال وخت ټاکل شوی، د امنیتي مسلو څیړنه، د پروژې ډیزان او سروې، د ځمکو استملاک او د چاپیریال ساتنې څیړنې شاملې دي.

آغلې حبیب‌یار د پروژې د تطبیق د دویم پړاو په اړه وویل "په دویم پړاو کې چې درې کاله به دوام وکړي، په اساسي توګه د پروژې د جوړولو چارې به پیل شي."

د ټاپي لمیټډ د شرکت عامل رئیس مراد امانوف په دغو مراسمو کې وویل، چې د ټاپي پروژې له لارې به هرکال ۳۳ میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز له ترکمنستان څخه هندوستان ته انتقال شي.

د ښاغلي امانوف پر وینا د ټاپي تطبیق به په هغو هیوادونو کې د ټولنیز ثبات لامل شي، چې په دغې پروژې کې ونډه لري.

هغه وویل "د ارزونو پړاو زیات ارزښت لري، له هغه مسیر څخه چې پایپ‌لاین تیریږي باید کره ارزونه یې وشي او کله چې د تطبیق او جوړولو پړاو یې پیلیږي، چې هیڅ ډول ستونزه د پروژې د تطبیق په وړاندې نه وي."

له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او بیا هندوستان ته د ګازو د انتقال دغه پروژه چې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشت کې د څلورو هیوادونو د مشرانو له خوا رسماً پرانیستل شوه، ټاکل شوې تر ۲۰۲۰ کال پورې په څو پړاونو کې بشپړه او په فعالیت پیل وکړي.

د ټاپي پایپ‌لاین، چې شاوخوا ۱۸۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري، ۷۳۶ کیلومتره یې د افغانستان له هرات، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تیریږي، چې دغه هیواد به د پروژې د ترانزیت له درکه هرکال څه باندې ۴۰۰ میلیون ډالر عواید ولري.

د دې پروژې مجموعي لګښت اوه عشاریه شپږ میلیارد ډالره اټکل شوی دی، چې د ډیرې برخې لګښت یې ترکمنستان په غاړه لري او همدا شان دغه هیواد په دې پروژه کې ۸۵ فیصده او افغانستان، پاکستان او هندوستان پنځه، پنځه فیصده ونډه لري.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هیواد به د دې پروژې له بشپړیدو وروسته، په لومړیو لسو کلونو کې له ترکمنستان څخه ۵۰۰ زره مترمکعب ګاز وارد کړي او په دیرشو کلونو کې به، د ګازو د واردولو کچه یو نیم میلیارد مترمکعبو ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG