د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سیکانو مخ په زوال ټولنه هند ته پناه وړي  


افغان سیکان
افغان سیکان

په دې وروستیو کې له افغانستان څخه په ډله ایز ډول ۵۵ افغان سیکان له افغانستان څخه هند ته ولاړل. دوی وايي که څه هم هند کې ژوند خپلې ستونزې لري، مګر وطن کې پاتې نور سیکان هم هڅه کوي هند ته راشي.

دغه افغان سیکان د هند د حکومت په مرسته نوي ډیلي ته رسول شوي او اوس هلته د کډوالۍ د نوي ژوند د پیل او ځای په ځای کېدو هڅې کوي.

له پېړیو راهېسې افغان سیکان او هندوان په افغانستان کې ژوند کوي. هند ته تازه تللی هربانس سینګ وايي چې دوی هر څه په وطن کې پرېښودل او تش لاسونه هند ته تښتېدلي دي.

هغه وايي: «موږ خپل کورونه او هټۍ پرېښودل او راغلو چې خپل سر وساتو. دلته وضعیت ډېر بد دی. موږ تش لاسونه راغلي یو.»

څو میاشتې مخکې په کابل کې د سیکانو په یو معبد باندې چاودنه وشوه چې یو سیک ووژل شو او اووه نور یې ژوبل شول. له افغانستان څخه وتلي ځینې نور سکان بیا خوښ دي چې نور به د چاودنو او ډزو اوازونه نه اوري.

د هاربانس سینګ زوی هرمېندر سینګ وايي چې «ښه ده اوس د چاودنو او ډزو په ډار کې ژوند» نکوي، هغه څه دي‌ چې د ده په ټاتوبي جلال اباد کې «عادي خبره» ګرځېدلې ده.

د هند حکومت افغان سیکانو ته ویزې ورکوي،‌ د وتلو لپاره یې پروازونه تنظیموي او په هند کې ورته د مېشتېدو جواز ورکوي. هند د «سیک مذهب» د زېږېدو مرکز بلل کېږي.

هرمېندر سینګ سره له دې چې خوشحال دی د امن په فضا کې به ژوند کوي معبدونه او نور امکانات به لري، خو وايي سخته ده له پلرونو او نیکونو ورپاتې وطن [افغانستان] هېر کړي.

هغه وايي: «موږ هلته [افغانستان کې] خپل معبد او خپله ټولنه درلودل او خپل ځانګړي مراسم به مو نیول. د هغه ژوند پرېښودل ما خپه کوي.»

په جلال اباد کې مېشت اکثریت سیکانو د ټوکرو، مساله جاتو او یوناني‌ درملو هټۍ لرلې او له کلونو کلونو یې دا کار او بار کاوه چې مسلمانان یې هم پېردونکي او مشتریان وو. خو وايي چې په دې وروستیو کې یې هلته کاروبار هم خراب شوی و او مشتریان هم کم شوي ‌وو.

په هند کې د سیکانو د یو معبد مشر پرتاب سینګ،‌ چې ګوردواره یې نویو ورغلیو افغان سیکانو ته سرپنا او معبد برابروي،‌ وايي چې د هغوی لپاره نوی ژوند پيچلی دی.

هغه وویل: «هغوی په افغانستان کې ځانونه هندیان ګڼل او دلته ځانونه افغانان ګڼي. موږ په کوم ځای پورې مربوط یو. نپوهېږو چې چېرې ولاړ شو او څه وکړو. موږ اینده نلرو.»

نوموړي‌ له حکومت څخه وغوښتل چې په دې برخه کې نورې مرستې هم وکړي. هغه زیاته کړه: «دوی [افغان سیکان] مناسب کورونه، کار او د تابعیت اسناد نلري چې مېشتېدل یې اسان کوي. د دوی د ماشومانو تعلیم یوه بله ستونزه ده. دوی له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي. ځینې یې د سړک په غاړه توکي خرڅوي چې وپايي.»

له دې دومره ستونزو سره سره دوی بیا هم هیله لري‌ چې ژوند به یې ارام وي او اینده به یې ښه وي.

په نویمو کلونو کې په افغانستان کې د افغان سیکانو او هندوانو شمېر زرګونو ته رسېده، خو په کورنیو جګړو کې د راپورونو‌ په اساس زورواکانو د دوی ځینې جایدادونه په زوره واخیستل او د ژوند کړۍ یې پرې تنګه کړه.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د افغانستان هندوانو او سیکانو په ۳۲ ولایتونو کې ۱۶۲ معبدونه درلودل (پرته له بدخشان او پنجشیر)؛ مګر د دوی له سلو څخه ډیر معبدونه غصب شوي دي.

د هند د نړیوال فورم مشر پونیت سینګ چنډوهک د تریبون خپرونې ته ویلي چې لا هم په افغانستان کې ۴۳ هندوان او سیکان پاتې دي چې هغوی هم له وطن څخه د وتلو هڅه کوي. د طالبانو حکومت ټېنګار کوي چې دوی د اقلیتونو امنیت ساتي او باید خپل وطن پرېنږدي.

XS
SM
MD
LG