په پروان کې چارواکي وايي طالبانو د شینوارو ولسوالۍ د محکمې رئیس قاضي سحر ګل د پنجشنبې (جنوري۱۷) په ماښام وژلی دی.
افغان ځواکونو د دغه قاضي د خلاصون علمیات وکړل چې په ترڅ کې یې د شینوارو د ولسوالۍ امنیه قومندان او د ملي اردو د درییم پیاده کنډک د ټولي قومندان هم ووژل شول.
طالبانو قاضي سحرګل د کابل-پروان پر لویه لار تښتولی و. د پروان د والي ویاندې میرمن وحیدې شهکار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د خلاصون په عملیاتو کې دوه سرتیري ټپیان شوي هم دي.
میرمن شهکار وویل چې د پروان ولایت د شینوارو د ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې رئیس سهار ګل د ژغورنې لپاره دا عملیات د پنجشنبې په سهار ترسره وشو، خو قاضي سهار ګل یې خلاص نشو کړی.
د پروان د والي ویاندې وویل چې تیره ورځ مازیګر کله، چې قاضي سهارګل د خپل کار له ځایه د کور په لور روان وو، وسله والو وتښتوه.
د پروان د شینوارو ولسوالۍ یوه ناامنه سیمه بلل کیږي او طالبان په کې فعال دي.