د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړي خوښ دي چې کورونه ورکړل شول


د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړي د حکومت له لوري په ورسپارل شویو کورونو خوښ دي او وايي پدې کار لوبې ته هڅول شوي دي.

دا لوبغاړي وايي حکومت موږ سره په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې ژمنه کړې وه چې یو یو اپارتمان به ورکوي چې بلاخهر دا ژمنه عملي شوه.

د افغانستان د فوټبال د ملي تيم پخواني غړي مجتبی فیض امریکا غږ سره په مرکې کې وویل "ډېر خوښ یم چې نن ما او نورو ملګرو مې د حکومت له خوا راکړل شوی کور خاوندان شو. کور مې دوه خونې، یو پخلنځی او یو تشناب لري چې د یوې کوچنۍ کورنۍ ژوند ته مناسب ځای دی."

فیض: د ورزشکارانو تشویقول د ټولو کار دی.
فیض: د ورزشکارانو تشویقول د ټولو کار دی.

ښاغلی فیض وايي ورزش کې باید مکافات وي "یو ټیم هغه وخت قهرماني ګټلی شي چې کلک ملاتړې ولري، د خلکو او حکومت مادي او معنوي ملاتړ ورپسې وي. دا کار د دې باعث کېږي چې ورزشکار فکري تمرکز ولري او په دې سوچ وي چې څرنګه د هېواد بیرغ په نړۍ کې و ځلوي."

هغه دا هم وايي چې د ورزشکارانو تشویقول د ټولو کار دی "یوازې حکومت مسوول ندی، سوداګر، مشران او ان عادي کسان هم کولی شي د ورزشکانو معنوي یا مادي ملاتړ وکړي."

مجتبی فیض وايي ورزش او پکې بریاوې د یوه هېواد د خلکو تر منځ وحدت رامنځ ته کوي. افغان حکومت تېره پنجشنبه د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې ۲۷ غړو ته په کابل کې د یوه یوه آپارتمان کلي ورکړه.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د دې اپارتمانونو د تسلیمولو په مراسمو کې د یادې لوبډلې د لاسته راوړنو ستاینه وکړه.

د دغو آپارتمانونو د ورکولو ژمنه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال شوې وه. د افغانستان د فوټبال ملي لوډلې په ۲۰۱۳ کال کې د جنوبي آسیا په کچه اتلولي وګټله.

XS
SM
MD
LG