د لاس رسي وړ اتصالات

افغان محصلینو نن د پارلمان ودانۍ ته د وکیلانو د ننوتو مخه ونیوله


دوي وایي تر څو چې د ښوونې او روزنې د پوهنتون نوم بیرته پخواني نوم ته وانړول شي د پارلمان مخې ته به مظاهرې روانې وي . د وکیلانو استازو محصیلنو ته وعده وسپارله چې د دوي ستونزه به د ولسمشر مخې ته ایږدي.


د کابل ښار د ښوونې او روزنې د پوهنتون زده کونکو نن د خپلو لاریونونو په ترڅ کې د پارلمان د ودانې دروازې وتړلې او د وکیلانو د ننوتلو مخه یې ونیوله.

دغه محصلین وایي تر هغه چې د ښوونې او روزنې د پوهنتون نوم چې د برهان الدین رباني نوم ته اړول شوی بیرته خپلی لومړنی بڼی ته را ونه ګرزول شي دوي به خپلو اعتراضاتو ته دوام ورکوی .

دغو محصلینو د ولسمشر سره د لیدو غوښتنه هم کړې ده. دوي وايي تر څو چې تاسو موږ ته د ولسمشر سره د لیدو وخت نه وي اخیستی دوي به د پارلمان دروازه بنده کړي او وکیلان به پارلمان ته پرې نږدي.

خو په همدې حال کې د ولسي جرګې یو غړي مولوی نذیر احمد حنفي پارلمان ته په ننوتو لپاره پر محصلینو وار ګذار کړی دی او د ځینو محصلانو په وینا یې یو زده کونکی په موتر هم وهلی دی
د یاد پوهنتون یو زده کونکی په دی اړه وایي:،، مولوی حنفی په وچ زور پارلمان ودانی ته وردننه شو په دې حال کې یی ځیني محصلین وهلي ټکولي هم دي او یو معیوبه محصل یې په موتر هم وهلی دی او د هغه لاس یی مات کړی دی.،،

بل محصل د خپلو سترګو لیدیلی حال وایي چې یوی وکیلې یوه محصله نجلۍ په څپیړه ووهله. ،،زموږ خور چې راغله نو وکیلي ورسره شخړه وکړه موږ یې بی ابه کړو او نجلۍ یې په حپیړي ووهله .،،

خو د ولسی جرګې غړی لالی حمید زی محصلینو ته وایی چې هغوی ته به د ولسمشر سره د لیدو زمینه برابروي هغه داسي وايي:،، ستاسو لست به دپارلمان د مشر په لاس ولسمشر ته ورلیږو او ستاسو د لیدو زمینه به برابروو که هغه سره موافقی ته ورسیدو ښّه تر ښّه که نه نو موږ به هم له تاسو سره همغږي شو.،،

له بلی خوا د ملی وحدت او امریکایي پوځی اډو سره د مخالفت جبهې نن په کابل ښار کې د یوی غونډې په ترڅ کی په هیواد کې د بهرنیانو د شتون او په تیره بیا د امریکایی اډو دښټون سره خپل مخالفت څرګند کړ .دا جبهه چی د احمد شاه احمد زی په مشری کار کوي تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان حالت خورا خطر ناکه او د کورنیو جګړو ډک ګڼي او له افغانانو نه غواړي چې د اسلامي اصولو له لارې دي د سولی لار غوره کړی او د یو ملی حرکت په ترڅ کی دی هیواد له کړکیچن حالت نه وژغوري.
XS
SM
MD
LG