د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د پاکستان سفیر د اعتراض لپاره احضار کړ


افغان حکومت وايي د پاکستان سفیر ته یې خپل رسمي اعتراض وسپاره
افغان حکومت وايي د پاکستان سفیر ته یې خپل رسمي اعتراض وسپاره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر د سولې په هکله د هغه د وروستیو څرګندونو له کبله ورغوښتی دی.

د پاکستان سفیر ویلي وو که هند د کشمیر د برید په غچ کې د پاکستان پر ضد اقدام وکړي، نو له طالبانو سره به د سولې روانې خبرې اغیزمنې شي. افغان حکومت دا څرګندونې غیر منطقي بللي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان وايي چې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله یې ور وغوښتی و او د افغان حکومت رسمي اعتراض یې وروسپاره.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارتوایي د پاکستان او هند اړیکې د افغانستان د سولې له بهیر سره هېڅ تړاو نه‌لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي امریکا غږ ته وویل "دا مسئله ډېر بې تړاوه ده، کوم مشکل چې د هند او پاکستان تر منځ دی، طبعاً د دې مشکل زمینه او اړخ یې مشخص دی ... دا چې دا هېواد په دې ډول ګواښ کوي، دا ډېر غیر منطقي ده."

وزارت وایي د پاکستان د سفیر د څرګندونو په اړه به ژر د افغان حکومت رسمي دریځ هم اعلان کړي. څو ورځې مخکې د هند په کشمیر کې د دغه هېواد په نیمه پوځيانو ځانمرګی برید وشو او شاوخوا ۴۰ تنه یې ووژل.

د پاکستان د جیش محمد ډلې د دغه برید مسولیت ومانه. هند د دغه برید د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

XS
SM
MD
LG