د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: د هند او پاکستان کړکېچ د سولې له بهیر سره تړاو نه‌لري


افغان حکومت د پاکستان د سفیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، پاکستان باید د «بې اساسه او بې بنیاده» څرګندونو پر ځای په سیمه کې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

تېره شپه د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته په لېږلي غږیږ کلیپ کې ویلي چې د افغان سولې په وړاندې لوی ګواښ په سیمه کې د تروریستي ډلو د مرکزونو او ځالو شتون دي.

ښاغلي چخانسوري ویلي چې په سیمه کې د تروریزم له ځالو او مرکزونو څخه نور باید د وسیلې په توګه استفاده ونشي او په ځانګړي‌ توګه پاکستان باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

هغه ویلي:"د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې جدي او صادقانه مبارزه وکړي، ترڅو سیمه هم ارامه شي او د پاکستان خلکو ته هم هغه اقتصادي ګټې ورسېږي،او د سیمې سوله او ثبات، د سیمې د اقتصادي ودې په میلیونونو خلک چې په دغه سیمه کې اوسېږي ژوند کوي بېوزله دي، په ژوند کې به یې مثبت تغیر راشي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستان د سفیر څرګندونې «غیرمنطقي» وبللې او زیاتوي چې د پاکستان او هند اړیکې د افغانستان د سولې له بهیر سره هېڅ تړاو نه‌لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي امریکا غږ ته وویل:"دا مسئله ډېر بې تړاوه ده،کوم مشکل چې د هند او پاکستان تر منځ دی، طبعاً د دې مشکل زمینه او اړخ یې مشخص دی ... دا چې دا هېواد په دې ډول ګواښ کوي، دا ډېر غیر منطقي ده."

افغان حکومت دا څرګندونې په کابل کې د پاکستان د سفیر تر هغو څرګندونو وروسته کوي چې ویلي و د کشمیر مسئله به د افغانستان د سولې پر بهیر هم تاثیر وکړي.

زاهد نصرالله تېره ورځ وویل چې که هند د کشمیر د پېښې په اړوند د پاکستان پر ضد له تاوتریخوالي کار واخلي د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په مذاکراتو به اثر وکړي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د نوامبر د ١۴ د مرګوني برید مسؤلیت په پاکستان کې مېشت د جیش محمد سخت دریځې ډلې منلی دی. په‌دې برید کې څه دپاسه ۴٠ تنه هندي سرتیري ووژل شول.

تر دغه برید وروسته د هند صدراعظم نرندرا مودي خبرداری ورکړ چې په هندي کشمیر کې د پنجشنبې د ورځې مرګونې حملې ته به "سخت ځواب" ووایي.

دغې پېښې یو ځل بیا د دوو سیالو اټومي طاقت لرونکو ګاونډیانو پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ ته لمن وهلې ده.

تېره ورځ د پاکستان صدر اعظم عمران خان هم خبرداری ورکړ که چېرې هند پر پاکستان بريد وکړي، سمدستي به ځواب ورکړي.

افغان او امریکایي مقاماتو پر طالبانو د پاکستان نفوذ ته په اشارې تل ټینګار کړی دی چې اسلام آباد د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبوي.

ښاغلي نصرالله په‌داسې حال کې د هند د غچ اخیستنې په صورت کې د افغانستان د سولې د بهیر د ځنډېدو خبر ورکړی چې ټاکل شوې د فبرورۍ په ٢٥ په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG