د لاس رسي وړ اتصالات

هند: د پاکستان پوځ او آی ایس آی د کشمیر په برید کې ککړ دي


د هند پوځ تور لگولی دی چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره آی ایس آی د کشمیر په سیمې پلوامه کې د پنجشنبې په برید کې ککړ دي

د هند پوځ وایي چې د پلوامه دغه برید د جیش محمد ترهگرې ډلې د پاکستان پوځ او د استخباراتي ادارې ISI په مرسته ترسره کړیدی.

په دغه ځانمرگه برید کې د هند پنځوس امنیتي عسکر وژل شوي و.

د هند د پوځ لوړپوړي چارواکي په سرینگر کې یوې مطبوعاتي غونډې ته وویل چې د جیش محمد هغه کسان چې د پاکستان د پوځ په مرسته یې دغه برید طرحه کړی و، د هند پوځ دغه ټول کسان د سلو ساعتونو د پوره کیدو نه مخکې وژلې دي.

د هند عسکرو ویلي و چې د ترهگرو سره یې په نښته کې درې تنه وژلې دي. د هند پوځ ادعا کړېده چې په دغو وژل شوو کسانو کې یو کس هلال احمد د کشمیر و او دوه وژل شوي ترهگر فهد او رشید د پاکستان اتباع و. په دغو کسانو دا تور لگول شوی چې د جیش محمد د مشر مولانه محمد اظهر نژدی کسان او د کورني بمونو جوړولو ماهران و.

د هند پوځ دا هم وایي چې دغه کسان د پاکستان نه کنټرول کیده.

د هند پوځ په کشمیر کې افرطیانو ته خبردارې ورکړیدی چې هر هغه څوک چې د ترهگرو فعالیتونو نیت لري، هغوي به یې په نښه کړي.

له بلې خوا د پاکستان صدراعظم ملت ته په وینا کې ویلي دي چې د هند تورونه بی بنیاده دي. هغه وویل: "دا نوی پاکستان دی، او نوی فکر دی. مونږ نه غواړو چې زمونږ خاوره د ترهگرۍ لپاره استعمال شي او یا بل څوک زمونږ په خاوره ترهگري وکړي."

عمران خان وویل چې په افغانستان کې د ١٧ کلونو د جگړې نه وروسته اوس خلک د سولې لپاره خبرې کوي. هغه وویل چې جنگونه شروع کول د انسانانو په لاس کې وي خو ختمول یې بیا د انسان په وس کې نه وي.

عمران خان په خپلو خبرو کې وویل چې هند دې د عقل نه کار واخلي او د جنگونو خبرې دې نه کوي.

XS
SM
MD
LG