د طالبانو مشر پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چي طالبان به په ائتلافي او افغان قواو کي دننه حملې زیاتي کړي. په دې حملو کي سږکال تر اوسه پوري ٥٢ تنه بهرني عسکر وژل شوي دي.
ملا محمد عمر په یوه ايمل کي چي مسلمانانو ته یې د لوي اختر مبارکي ویلې د هر زړه ور افغان نه چي په خارجي او افغان قواوو کي دننه ور گډ شوي دي، غوښتي دي چي په هغوي باندي حملې وکړي.
هغه ویلي دي چي « په دولتي ملیشو کي دننه جهادي فعالیتونه ډیره مهمه وسیله ده. » هغه دا هم ویلي دي چي « د دښمن په کرښو کې د نفوذ کولو هلې ځلې زیاتې کړئ. »
له بلي خوا ناټو پرون په یوه بیانیه کي ویلي دي چي د افغانستان په جنوب کي یې د یاغیانو په یوه حمله کي دوه عسکر وژل شوي دي.
په افغان او خارجي قواوو کي دننه دغو حملو دا شکونه را پیدا کړي دي چي مخکي له دې چي نړۍ والي قواوي په ٢٠١۴ کال کي له افغانستان نه ووځي، خپله افغان امنیتي قواوي به دا قابلیت ولري چي خپل امنیت وساتي. دغو حملو دغه راز د افغانستان په دغه یوولس کلنه جگړه کي د ناټو د هیوادونو د خلکو ملاتړ هم کمزوری کړی دی.
د طالبانو مشر دا ادعا هم کړې ده چې د ده جنگیالي د افغانستان جگړه گټي او لوړه یې وکړه چي د تیري کونکي په مقابل کي به چي زموږ هیواد یې اشغال کړی دی، تر هغو جگړې ته دوام ورکړي چي دا اشغال یې په بشپړه توگه ختم شي.