د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د دوحه بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون نه کوي


دا غونډه د جرمني او قطر په کوربتوب کیږي
دا غونډه د جرمني او قطر په کوربتوب کیږي

د جرمني حکومت په کوربتوب د بین الافغاني خبرو نېټه اعلان شوه خو افغان حکومت وايي چې دوی په دغې غونډې کې برخه نه اخلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل چې حکومت په دغې غونډې کوم رول نلري او نه په کې برخه اخلي.

ښاغلي صدیقي وویل "په دغې غونډې کې د افغان حکومت څخه څوک ګډون نکوي او نه به یې څوک استازیتوب کوي. هغه کسان چې په دغې غونډې کې برخه اخلي، زموږ په نظر د خپل شخصي ظرفیت او شهرت ته په کتو ګډون کوي."

نوموړی وايي دغه کنفرانس د ګډونوالو په اړه لا دقیق معلومات نشته. ښاغلي صدیقي وویل چې د جرمني یوه معتبره ټولنه د خپل حکومت په همکارۍ دا غونډه جوړوي.

د ولسمشر ویاند وایي "په دغې غونډې کې یو شمېر افغانان چې موږ یې په اړه معلومات نلرو هم ګډون کوي او د ګډون کوونکو لست هم د همدغې ټولنې له لوري برابر شوی دی."

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوز پوتزل اعلان کړی چې دا غونډه به را روانه اونۍ پيل شي.

ښاغلي پوتزل چې په قطر کې یې له طالب استازو سره هم لیدلي، په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا غونډه به د قطر او جرمني په کوربتوب د جولاۍ په اومه او اتمه نیټه کیږي.

ښاغلي صدیقي وویل چې د جرمني حکومت تل له افغانستان سره مرسته کړې ده او افغان حکومت هم د جرمني د دغو مرسته څخه مننه کوي.

XS
SM
MD
LG