د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له کابل سره د حکومت په حیث خبرې نه کوو


طالبان وايي، له افغان لورو سره به د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش له اعلان وروسته مذاکرات پیل شي، خو زیاتوي چې له کابل سره د حکومت په صفت خبرې نه کوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ د «چنګاښ پر لسمه» پر خپل ټویټر ویلي:"کله چې د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو دوتلو مهالویش اعلان شي بیابه له افغاني جهتونو سره مذاکرات شروع کیږي خو دکابل له ادارې سره به دحکومت په حیث خبرې نه کیږي."

طالبان یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ له یوې تر دوو اونیو د بین الافغاني خبرو د پیلیدو خبر ورکړ.

د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي تېره ورځ وویل، چې جرمني صلاح الدین رباني ته د وسله والو طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدو ډاډ ورکړی دی.

دا بحثونه پر داسې مهال رامنځته کېږي له تېرو درې ورځو په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات روان دي.

د افغانستان جمهوري ریاست بیا روانو اوم پړاو مذاکراتو ته په خوشبیني ښودلو سره ویلي چې تمه په یادو خبرو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره شي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې طالبان د سولې په اړه له رامنځته شوي فرصت څخه باید استفاده وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن په کابل کې د افغانستان دفاع وزارت پر لوجستیکي څانګې مرګونی موټر بم او ډله ییز برید وکړ چې د چارواکو په وینا ۹۳ تنه پکې ټپيان شوي او یو تن مړ شوی دی.

دغه برید چې سهار څه کم نهه بجې پیل شوی،تر ماځیګر څلورو بجو له سیمې د وقفه يي ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د افغانستان سولې عالي شورا بیا پر طالبانو غږ کړی چې د سولې په اړه له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې له «افغان وژنې» څخه لاس واخلي.

افغان حکومت تل له طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی، خو طالبانو بیا د خبرو اصلي لوری امریکا بللې او له افغان حکومت سره یې له خبرو انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG