د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړلو هڅه پيل کړې


افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړل کېدو هلې ځلې پیل کړي دي.

د افغانستان اجرایي ریاست وايي هره اداره چې افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته نشي کولی، موجودیت یې هېڅ مانا نلري.

د اجرایي ریاست ویاند جاوید فیصل امریکا غږ اشنا ته په مشخص ډول د طالبانو د قطر د دفتر د تړل کېدو او نه تړل کېدو په اړه څه ونه ویل.

د ګارډین ورځپاڼه وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د پنجنشبې په ورځ په نیویارک کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د طالبانو د قطر د دفتر د تړلو په اړه خبرې کړي دي. د دې ورځپاڼې د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ غوښتي چې د طالبانو دا دفتر دې وتړل شي.

جمهوري ریاست تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ولسمشر غني د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي د خبرو لپاره ارګ ته وربللي دي.

ولسمشر غني د همدغه کال د فبرورۍ په میاشت کې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې هم د طالبانو د سیاسي دفتر د تړل کېدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د قطر دفتر له پرانیستل کېدو راهېسې په افغانستان کې د سولې په بهیر کې کوم پام وړ کار نه دی کړی.

خو دغه دفتر د امریکايي سرتېري برګدال سره د پنځو طالبانو په تبادله کې مهم رول ولوبوه. طالبانو دغه امریکايي سرتېری نیولی و چې په بدل کې یې له ګوانتنامو څخه پنځه طالب مشران خوشې شول.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. لومړۍ ماستري یې په ۲۰۱۳ کال کې (له لېرې واټن- Distance Learning) د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG