د لاس رسي وړ اتصالات

له شرط پرته د سولې وړاندیز – د قوت که ضعف نښه؟


ولسمشر غني وویل چې له طالبانو سره له شرط پرته خبرې کوي
ولسمشر غني وویل چې له طالبانو سره له شرط پرته خبرې کوي

افغان حکومت پخوا له طالبانو سره د سولې دخبرو لپاره شرایط لرل، اوس یې نلري.

دا د کابل له لوري د سولې د خبرو لپاره د خپل دول لومړنی وړاندیز بلل کیږي. خو پوښتنه دا ده چې ولې اوس افغان حکومت داسې یو وړاندیز کوي؟

د سیاسي چارو ځینې افغان او نړیوال شننونکي د افغان حکومت دا اقدام د سولې د راوستلو د تګلارې په برخه کې لوی بدلون ګڼي.

په واشنګټن کې افغان کارپوه محمد هاشم وحدتیار امریکا غږ ته وویل "ولسمشر غنی د نړیوالو په حضور کی دا قمار وواهه. په دی کار اشرف غني غواړی طالبانو ته دا پیغام ورکړي چی مونږ سوله غوښته او غواړو یې خو طالبان یی نه مني."

ښاغلي وحدتیار وویل ولسمشر غني په دغه کار سره طالبانو ته یو لوی چانس ورکړ چې له وخت نه ګټه واخلي او روانه جګړه ختمه شي.

په واشنګټن کې د منځني ختیځ په انستیتوت کې د افغانستان د چارو شننونکی ماروین وینباوم وايي سره له دې چې ولسمشر غني له قید او شرط پرته له طالبانو سره د خبرو وړاندیز کړی، خو په عمومی ډول تګلاره بدله شوې نه ده.

نوموړې امریکا غږ ته وویل "له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په برخه کې د افغانستان د حکومت تګلاره بدله شوې نه ده. یوازینی شی چې نوی و دا و چې د کابل له برید وروسته ولسمشر غني وویل چې له طالبانو سره خبرې نکوي، خو اوس یې وویل چې خبرې کوي."

د امریکا د اوهایو ایالت په پوهنتون کې د منځني ختيځ د مطالعاتو د برخې مشر علم پایند د ولسمشر غني دا وړاندیز یو بدلون ګڼي خو شک ښيي چې طالبان دې خبرو ته کیني.

هغه امریکا غږ ته وویل" ۱۷ کاله جنګ امریکایان په دې باوري کړل چې د هغوی له مشورې پرته له طالبانو سره خبرې نشې کېدي. امریکایان به د ولسمشر غني د دغه وړاندیز هرکلی وکړي."

د کابل پروسې تر دویمې غونډې مخکې افغان حکومت ټېنګار کاوه چې د سولې د خبرو لپاره باید طالبان دې باید د افغانستان اساسي قانون ومني، له ترهګرو ډلو سره دې روابط پرې کړې او وسلې دې په ځمکه کیږدي.

XS
SM
MD
LG