د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا طالبانو ته: د غني د سولې په وړاندیز غور وکړئ


د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې د خبرو په وړادنیز غور وکړي.

جمهور رئیس غني د کابل بهیر په دوهم نړیوال کنفرانس کې تیره اونۍ طالبانو ته د اوه گوني وړاندیزونو په ترڅ کې وویل چې کابل چمتو دی چې "پرته له کوم شرطه" د طالبانو سره د سولې خبرې وکړي او هغوی د یو سیاسي گوند په توگه وپیژني.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ښاغلي غني طالبانو ته د سولې د یو شانداره پړاو وړاندیز کړی دی.

که څه هم چې د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد، د کابل کنفرانس د وړاندیز په غبرگون کې وویل چې دغه غونډه د طالبانو د "تسلیم کیدو" په لټه کې ده، خو میرمن ویلز وایي "وړاندې شوې وړاندیزونه د طالبانو د تسلمیدو په معنی ندی بلکه یو سیاسي جوړښت ته د رسیدو لپاره یو با وقاره پروسه ده". د هغې په وینا د کابل کنفرانس د یو هدف د ټاکلو لپاره "واقعأ یوه تاریخي پیښه وه."

دغې امریکایي چارواکې طالبانو ته د جمهور رئیس غني وړاندیز له "زړه وړتیا" ډک وباله او وویل چې د افغانستان حکومت په احتیاط د طالبانو غوښتنې ته غوږ نیسي او یو شمیر غوښتنې یې ځواب کړې دي.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو تیره اونۍ یو ځل بیا د امریکا د متحده ایالاتو سره د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ او وویل چې د افغانستان لانجه پوځي حل لاره نه لري او بادی "سوله ییزه" حل لاره ولټول شي.

د امریکا متحده ایالاتو تل د طالبانو سره مستقیمې خبرې رد کړي او هغوی بین الافغاني پروسې او د افغانستان د حکومت سره د سولې خبرو ته هڅولي دي. خو طالبان د افغان حکومت سره مذاکره ردوي او دغه حکومت لاس پوڅی بولي.

XS
SM
MD
LG