د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ لوبډله ایرلنډ سره د لوبو لپاره اماراتو ته روانه شوه


ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلې دوه اونۍ وروسته درې نړیوالې یوې ورځینۍ لوبې تر سره کړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلې دوه اونۍ وروسته درې نړیوالې یوې ورځینۍ لوبې تر سره کړي.

د افغانستان کرکټ د کرکټ ملي لوبډله له اماراتو سره د دریو یوې ورځنیو لوبو لپاره نن سه شنبه جنوري ۵ (مرغومی۱۶) متحدو عربي اماراتو ته ولاړه.

له دې مخکې په پام کې وه چې د کرونا ویروس د لګېدلو بندیزونو له کبله د متحدو عربو اماراتو پر ځای عمان کې دا لوبې وشي خو د کرکټ بورډ په وینا دغه پرېکړه تېره ورځ بدله شوه.

یادې لوبې د افغانستان په کوربتوب کیږي. دا لوبې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د غوراوي لوبې دي.

له هغه وروسته چې نړۍ او افغانستان کې کرونا ویروس خپور شو د نورو څانګو تر څنګ ورزش او په ځانګړې توګه د کرکټ لوبې هم ټکنۍ شوې.

د کرونا وبا خورېدو او د شااوخوا یو کلن ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ملي لوبډله په یوې نړیوالې لوبې کې سیالي کوي.

له دې مخکې کرکټ بورډ ویلي چې دا لوبې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د غواروي سیالیو پیل دی چې د ۱۲ لوبډلو تر منځ به اته غوره ټیمونه دغه جام ته لاره پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG