د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان: زه افتخارم کوم چې د لسیزې غوره جایزه افغانستان وګټله


راشد خان د امریکا غږ سره ځانګړې مرکه وکړه
راشد خان د امریکا غږ سره ځانګړې مرکه وکړه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان وايي چې د لسیزې غوره لوبغاړي جایزې ګټل د ټول افغانستان لپاره یو ویاړ دی.

د کرکټ نړیوالې شورا راشد خان د شل اورونو لوبو د لسیزې لوبغاړي جایزه ورکړه.

هغه د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې د دغې جایزې ګټل، د ټول افغانستان لپاره یو افتخار دی.

هغه وویل: « ډېر د خوشحالۍ ځای دی، نه یوازې زما لپاره، د ټول هېواد لپاره، زموږ په نړیوالو لوبو کې دومره وخت نه کیږي، د ټولو وطنوالو او مینه والو څخه مننه چې دوعاوې راته کوي.»

د راشد خان سره د امریکا غږ ځانګړې مرکه دلته وګورئ:

XS
SM
MD
LG