د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ماهرین وايي چې د افغانستان نه راوتل پر ځای اقدام نه دی


ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ به ولسمشر حامد کرزی او ولسمشر اوباما په سپینه ماڼۍ کې لیده کاته وکړي او د افغانستان په هکله به پر هغو سوالانو خبرې اترې وکړي چې تراوسه پوري لا ځواب شوي نه دي.

ولسمشر کرزي او ورسره پلاوي یې د چارشنبې په ورځ د آمریکا د مشرانو د جرګې د مشرانو سره په واشنګټن کې لیده کاته وکړل خو دا چي پر څه مسایلو باندي یې خبرې وشوې، مطبوعاتو ته یې څه ونه ویل. ،،زمونږ سفر نوی پیل شوی دی. زه به په راتلونکو څو ورځو کې د سنا د غړو او حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه وکړم. زه هیله لرم چې افغانستان ته د هغه څه سره ستون شم چې افغانان یې تمه لري.،،

د اوسني پلان پر بنسټ د امریکا متحده ایالات باید خپلې ټولې ۶۶ زره قواوې د افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال په پای کې راوباسي خو اوس هم یو شمیر شرايط پاته دي چې دغه پلان تکیه پر کوي او هغه دا چې آیا افغان ملي امنیتي ځواکونه به د دې وړتیا او توان ولري چې په خپل مټه د ۲۰۱۴ کال وروسته د ټول افغانستان امنیت تامین کړي کنه؟

د آمریکا د پوځ یو متقاعد ډګروال ټوماس لینچ چې د افغانستان په هکله یې یو کتاب هم لیکلی دی چې نوم یې طالبستان دی وايي چې دافغانستان څخه د امریکا د راوتلو پلان ښايي مخکي د وخت اقدام وي. ،،زه شخصا داسې فکر کوم چې په افغانستان کې وضعیت او په سیمه کې وضیعت داسي نه دی چې ټولې آمریکايي ځواکونه او لویدیځ ځواکونه ددغه هیواد نه په پشپړه توګه راووځي. زه فکر کوم چې افغان ملي امنیتي ځواکونه اوس هم زیات اندازه حمایت ته اړتیا لري. لوژسستیکي او اوپراتیفي مرستو ته اړتیا لري. زه فکر کوم چې اوس هم د افغان آمریکا او لویديځ د تروریزم ضد ډلو ترمنځ همآهنګۍ ته ضرورت سته.،،

د تروریزم ضد چارو یو ماهر چې د نیو آمریکن فونډیشن په څیړنیز مرکز کې کار کوي داسي وايي: ،،زه د افغانستان د حکومت په هکله ډیر بدبینه یم. زه داسي فکر نه کوم چې افغانستان ته دي طالبان د ټانکونو او زرې دارو وسیلو سره بیرته راسي او قدرت دې ونیسي خو زه دا فکر کوم چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې امکان واقعي دي په ځانګړې توګه که پیسې دغه هیواد ته ورنکړل شي لکه څنګه چې د روسانو د وتلو سره پیسې پر افغانستان بندې شوې. ،،

سره له دې چې ولسمشر کرزي په افغانستان کې د امریکا پر ځیني کارونو انتقاد کړی دی خو هغه داسي هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې به د امریکا حضور وي.
XS
SM
MD
LG