د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او افغانستان د ۲۰۱۴ کال وروسته نظامي ماموریت په هکله خبرې پیل کړي


دامریکا اوافغانستان چارواکو په دې باندې خبرې پیل کړي دي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې کله چې ناټو په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورسوي، څومره امریکايي نظامي پرسونل په دغه هیواد کې پاته شي.

دخبرو تمرکز به پر دې باندې وي چې له 2014 م کال نه وروسته به د امریکا دقواوو ماموریت په افغانستا ن کې څه وي. بله غټه حساسه مسله دا ده چې ایا دامریکا عسکر په افغانستان کې ددغه هېواد د قانون له مخې محآکمه کیدلی شی که نه.

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي دا خبره پخوا لا کړیده چې دامریکا هر څومره عسکر چی په دغه هېواد کې پاتې شي پکارده چې په ځایي قوانینو او محکمو باندې دهغو دمعاملاتو فیصله وشي.
XS
SM
MD
LG