د لاس رسي وړ اتصالات

د میدان وردګو اوسیدونکو په کابل کې مظاهره کړې


د میدان وردګو اوسیدونکي د خپلې سیمې نه د امریکې د ځانګړو ځواکونو وتل او د هغو لسو لادرکو کسانو پیدا کیدل غواړي چی د امریکایی ځواکونو په لاس نیول شوی دي . دوي ګواښ کوي چې که غوښتنې یی ونه منل شي نو د دولت دپاره به ستونزې راپیدا کړي.

د میدان وردګ ولایت نږدې ۱۰۰۰ تنو اوسیدونکو نن په کابل ښار کی لاریون وکړ.د دغه لاریون ګډون کونکو د هغو ځورونو بندول وغوښتل چې په میدان وردګو کې د امریکې د ځانګړو ځواکونو په لاس تر سره شوي دي .

رحمت ګل عمري چې د میدان وردګو د ځوانان له حقونو د ملاتړ د ټولنې مرستیال دی وایی چې د سیمی اوسیدونکی یې سوله غواړي خو د پردو له خوا ورباندې جګړه تپل شوې ده. ،،زموږ دا لاریو ن د هغو کسانو په هکله دی چې په میدان وردګو کی د سپیشل فورس په لاس ځورول شوی دی . ږموږ د ولایت خلک سوله غواړي خو جګړه ورباندی تپل شوی ده زموږ لس تنه ځوانان لادرکه دي د هغوي د یتیمانو او کونډو سر نوشت څه دی،،

د میدان وردګو دغه اوسیدونکي مشخصې غوښتنی لری او وايي چې د میدان وردګ ولایت څخه دي ځانګړي ځواکونه ووځي، لادرکه شوي لس تنه دي پیدا شي او هغو کسانو ته چی تاوان رسیدلی دی باید تاوان ورکړال شي دغه راز هغو کسانو چی خلک یې ځورولي دي باید مجازات شي.

دل آغا مجاهد د میدان وردګو اوسیدونکی دی او د کابل په لاریون کې یې ګډون کړی دی. هغه ګواښ کوی چې که غوښتنې یې وا نه ورېدل شي نو د خپلو ملګرو سره به د دولت پر ضد جهاد اعلان کړي. ،، په میدان وردګو کې د دولتي خلکو له لاسه په خلکو ظلمونه روان دی دا کار سوله او د حکومت خبرې تهدیدوي او د دولت نه د خلکو د لیري والي سبب کیږي. که داسي وشی نو د میدان وردګو خلک به په تبر و لرګو د دولت پر ضد جهاد اعلان کړي . که چیری زموږ خبری وانه وریدل شي نو دا خلک او سپین ږیری به ټول په میدان وردګو ولایت باندی برید کوی.،،


دغه لاریون کونکي چی د افغانستان د پارلمان د ودانۍ مخی تر مخي پوري یې لاریون وکړی ویلي چې که چیري دا غوښتنې یې وا نه وریدل شي نو خپل لاریونونه به نورو ولایاتو ته هم غځوي.

دا په داسي حال کې ده چې تیره اونۍ د ایسف د ځواکونو ویاند جنرال ګونتر کیتز ویلي وو چې په میدان وردګو کی به د خپلو ځایونو د سپارلو لپاره یو ځانګړی پلان جوړوي او سیمه به د انتقال د بهیر په چوکات کې افغان ځواکونو ته سپاري . ،، په میدان وردګو کې وضعیت باید ښه شي . موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه په داسې پلانونو کار کوو چې په میدان وردګو کې امنیتی مسولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاروو . خو دا مهال هغه لارې چاری لټوو چې څنګه کولای شو دا مسولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارو او ژر تر ژره به دا انتقال تر سره شي.،،

په میدان وردګو کې د ځانګړو ځواکونو په لاس د خلکو د ځورونو وروسته افغان ولسمشر حامد کرزی ویلي وو چې د امریکې ځانګړي ځواکونه باید د دوو اونیوو په ترڅ کې سیمه پرېږدي.
د شنبې په ورځ د دغې اعلامیی نه نږدې یوه اونۍ تیریږي خو د امریکې ځانګړي خواکونه لا په میدان وردګو کی له خپلو میشت ځایونو نه نه دي خوځیدلي.

بهارت صابر آشنا رادیو- کابل
XS
SM
MD
LG