د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیر: د سولې خبرې په طالبانو پورې اړه لري


په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس په افغانستان کې د امریکا نوې ستراتیژۍ بریالۍ وبلله.
په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس په افغانستان کې د امریکا نوې ستراتیژۍ بریالۍ وبلله.

سفیر جان بس وایي په افغانستان کې د تلپاتي سولې او ثبات په اړه د متحدو ایالاتو موقف دا دی چې "یوازې د خبرو اترو له لارې دایمي سوله ټینگیدلی شي".

ښاغلي بس نن د یکشنبې په ماسپښین د امریکا غږ سره په یوې ځانگړې مرکې کې وویل چې د سولې وړاندېز شوی دی، خو ددې معنی دا نه ده چې "موږ طالبانو ته میدان پریږدو او یا د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ نکوو".

سفیر بس زیاته کړه چې عمومي "پالیسي ډېره واضح ده او هغه د افغان حکومت او د افغان ولس ملاتړ کول دي، د خبرو د وړاندېز تر څنگ به نظامي فشار هم اچوو".

جان بس د پاکستان په اړه وویل چې یوه اندازه گامونه یې اخیستي دي، خو باید د طالبانو په شمول د هغو ټولو ترهگرو ډلو په اړه داسې گامونه واخلي چې په افغانستان کې یې پایلې محسوسې شي.

سفیر د ایران هغه ادعاگانې د خندا وړ وبللې چې گواکې امریکا د داعش ملاتړ کوي.

د سفیر جان بس سره په کابل کې د امریکا غږ د خبریال رحیم گل څاروان مرکه دلته اوریدلی شی.

XS
SM
MD
LG