د لاس رسي وړ اتصالات

جان بولټن کار پیل کړ، د افغانستان په اړه څه نظر لري؟


جان بولټن ۷۰ کلن دی
جان بولټن ۷۰ کلن دی

د امریکا د ملي امنیت مشاور د ملګرو ملتونو د سازمان کلک منتقد بلل کیږي.

جان بولټن د دوشنبې په ورځ (اپریل۹) د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د نوي مشاور په توګه دنده پیل کړه. دا د ښاغلي ټرمپ د ملي امنیت درېیم مشاور دی. تر ده مخکې مک مسټر و چې په افانستان کې یې هم کار کړی و او هم په روانو چارو ښه خبر و.

په امریکايي رسنیو کې ۷۰ کلن جان بولټن د یو داسې شخص په توګه یادیږي چې په نړیوالو مسایلو کې تند او ناندییز لیدل لوري لري.

پوښتنه دا ده چې د امریکا د ملي امنیت د مشاور په توګه د ښاغلي بولټن ګمارنه د افغانستان په روانو حالتو څه اغیز کولی شي؟

د امریکا د باستن په پوهنتون کې د دوکتورا کاندیدا عمر شریفي په دې باور دی چې ښاغلی بولټن د مک مستر په پرتله د افغانستان او سیمې له روانو حالاتو او واقعیتونو څخه هومره خبر نه دی.

ښاغلی شریفي په دې باور دی سره له دې چې د پاکستان له لوري د ترهګرو د ننګې په اړه په امریکا کې د نظر اتفاق شته خو، د جان بولټن موجودیت شاید د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا د تصمیم نیونې بهیر څه نا څه ټکنی کړي.

په خپله ښاغلي بولټن څو اونۍ مخکې په واشنګټن ډي سي کې په یوې غونډې کې وویل سره له چې امریکایان د افغانستان له جنګه ستړي دي، خو د طالبانو، داعش او القاعده د خطر له کبله امریکا افغانستان یوازې نشي پرېښودلی.

نوموړی وايي افراطیانو له پخوا څخه د پاکستان د استخباراتو نظامي برخه په لاس کې نیولې او په خبره یې په افغانستان کې د امریکا د موجودیت یو علت په پاکستان کې د ترهګرو سره مبارزه ده. هغه وايي تر ټولو مهمه خبره دا ده چې باید ترهګر د پاکستان اتومي وسلو ته لاسرسی پیدا نکړي.

جان بولتن د امریکا د یل په پوهنتون د حقوقو په برخه کې دوکتورا کړې دې. هغه د امریکا د لوی څارنوال د مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه دندې کړې دي.

XS
SM
MD
LG