د لاس رسي وړ اتصالات

د نیمروز د امنیتې قوماندان او د لغمان د ښځو ریْسه وژل شوي دي


افغان چارواکي وایي، د ایالتي پولیسو قوماندان او د ښځو د چارو یوه ماموره په دوو جلا حملو کې وژل شویدي.

چارواکي وایي، د افغانستان د نیمروز د ولایت د امنیې قوماندان جنرال محمد موسی رسولي نن د دوشنبې د ورځې په سهار ، په داسې حال کې چې د هرات د ولایت نه بیرته نیمرزو ته روان و، د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

رسولي سمدستي روغتون ته ورسول شو، خو څرنگه چې سخت زخمي شوی و، مړ شو.

همدغه راز یاغیانو نن ناجیه صدیقي د لغمان د ولایت د ښځو د چارو سرپرسته ریسه ووژله.

د لغمان د والي نطاق وویل صدیقي په مهترلام کې کار ته روانه وه چې ووژل شوه.
ددې نه مخکې حنیفه صافۍ د جولای په میاشتې کې د وسله والو له خوا وژل شوې وه.

سمدستي هیچا نه دي ویلی چې دغه ننۍ حمله یې کړې ده. طالبان اکثره وخت حکومتي مامورینو باندې حملې کوي.

تیره اونۍ یوه ځانمګري برید کونکي د افغانستان د ملي امنیت په ریْس حمله وکړه او هغه یې سخت ټپي کړ.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د لغمان د ولایت د ښځو د چارو په سرپرستې، ناجیې صدیقې باندې ترورستی حمله وغندله. ولسمشر کرزی د ښځو وژل د دیني او افغاني فرهنگي ارزښتونو خلاف او یو بزدلانه عمل وباله.

ولسمشر کرزي د ناجیې صدیقي کورنۍ ته د خواخوږی مراتب وړاندي کړل.
XS
SM
MD
LG