د لاس رسي وړ اتصالات

د ختیځ ترکستان ډلې له طالبانو سره د عملیاتو کډه ویدیو خپره کړه


د ترکستان اسلامي غورځنګ تر ډېره له اویغور جګړه مارانو جوړ دی
د ترکستان اسلامي غورځنګ تر ډېره له اویغور جګړه مارانو جوړ دی

د ترکستان اسلامپالي غورځنګ له افغان طالبانو سره د خپلو ګډو پوځي عملیاتو یوه ویدیو خپره کړې ده.

معلومه نه ده چې ویدیو په کوم ځای کې ثبت شوې ده، خو په ویدیو کې د سیمې د خلکو په لیدلو سره داسې ښکاري چې د افغانستان د شمال کومه برخه ده.

د ترکستان اسلامي غورځنګ تر ډېره له اویغور جګړه مارانو جوړ دی، چې د چین په ژینجیانګ کې هم په یو شمېر بریدونو تورن دي.

د ویدیو د ثبت تاریخ د ۲۰۱۷ کال وروستۍ میاشت ښودل شوې ده. په ویدیو کې د ختیځ ترکستان جګړه ماران او طالبان لیدل کیږي چې په لېرو غرنیو سیمو کې یې د افغان ځواکونو ځینې پوستې نیولي دي.

دغه جګړه ماران لیدل کیږي چې شاوخوا ۲۰ افغان سرتیري نیسي او ځیني یې وژني. پر دې سربېره دوی په دغو عملیاتو کې یو شمېر وسلې، مهمات او امریکايي پوځي ګاډي هم ترلاسه کوي. د ویدیو په یوه برخه کې دغه جګړه ماران د امریکا په نیول شویو پوځي ګاډو کې عملیات هم کوي.

د ترکستان جګړه ماران د افغان طالبانو تر بېرغ لاندې ترهګریز بریدونه کوي او د افغان طالبانو د مشر لارښوونې عملي کوي. په عملیاتو کې د ترکستان د اسلامپاله ډلې مرستیال امیر عبدالله منصور هم لیدل کیږي. په ویدیو کې په یوه برخه کې د چین په ضد هم تبلیغات او خبرې کیږي.

د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د القاعده سره نژدې اړیکې لري او په افغانستان، پاکستان، مرکزي اسیا، چین او سوریې کې په ترهګریزو فعالیتونو تورن او فعاله دی.

دغه ویدیو د لانګ وار ژورنال خبریال بیل راجیو لیدلې او راپور یې پرې لیکلی دی. خو تر اوسه افغان چارواکو يې په اړه څه نه دي ویلي.

دا ویدیو تر ډېره تبلیغاتي بڼه لري، خو یوه خبره په ډاکه کوي چې لا هم د القاعده او ځینو نورو نړیوالو ترهګرو ډلو جګړه ماران د افغان طالبانو سره اوږه په اوږه د افغان حکومت په ضد جنګیږي.

XS
SM
MD
LG