د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: که طالبان یو موټی دي، د سولې د مذاکراتو وړاندیز دې ومني


د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز
د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی مقام وایي که طالبان یو موټی دي، نو ثابته دې کړي او د افغانستان د حکومت سره د سولې د مذاکراتو وړاندیز دې ومني.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز، د جمعې په ورځ د امریکا د نړیوالې سولې د تحقیقاتو په مرکز یا USIP، کې همداشان پدې ټینگار وکړ چې د طالبانو ډله د افغانستان د "ټولنې یوه برخه" ده، خو میرمن لیزا د وروستیو نظرپوښتنو په اساس چې د منبع نوم یې وانخیست وویل چې د افغانستان د نفوس یواځې پنځه فیصده ددې ډلې سره "همدردي" لري او ددې هیواد له ١١ نه تر ١٣ فیصدو اوسیدونکي د طالبانو سره "خواخوږي" لري.

میرمن ویلز وویل "دا پوښتنه چې آیا طالبان یوه متحده ډله ده، {طالبان} یې باید ثابته کړي. که هغوی د یو مشخص سازمان په استازیتوب د سولې خبرو ته راشي دا ښیي چې دوی تر کومې اندازې یو موټی دي."

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکارې د جمعې په ورځ د USIP په یو بحث کې چې نوم یې "د افغان سولې د هیلې علایم" و، گډون کړی و.

د امریکا دغې جگپوړې استازې چې د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې یې گډون کړی و، خپلې تجربې او د سولې د پروسې مختلف اړخونو یادونه وکړه. هغې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې هڅې وستایلې چې طالبانو ته یې له قید اوشرطه پرته د سولې د خبرو وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې ددې کار لپاره به طالبان د یو سیاسي گوند په توگه وپیژني.

الیس ویلز دا هم وویل چې جمهور رئیس غني د سولې په پروسه کې د افغانستان د ښځو په ونډه اخیستلو او رول ټینگار کړی دی. تیره اونۍ د سي ان ان د تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ښاغلي غني وویل چې افغان میرمنې "په پرله پسې توگه فعالیت ته دوام ورکوي او هغوی به د سولې د پروسې په هره برخه کې ښکیلې وي".

هغې د طالبانو سره د افغان حکومت په خبرو کې د پاکستان رول مهم وگاڼه او وویل سوله د پاکستان په گټه هم ده.

امریکا له پاکستان غواړي چې دا هیواد باید په خپله خاورې کې د حقاني شبکې او نورو سخت دریځو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي. میرمن ویلز د امریکا د نړیوالې سولې د تحقیقاتو په انستیوت کې په خبرو کې وویل چې د امریکا لپاره د پاکستان سره اړیکې ډیرې مهمې دي.

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه په همدې اونۍ کې امریکا ته سفر کړی چې د دواړو هیوادونو پر اړیکو د علاقې وړ مسایلو باندې به د امریکایي چارواکو سره خبرې وکړي.

بلخوا د سیاسې چارو مبصر مایکل کگلمین د امریکا غږ ته ویلي چې داسې گمان نه کوې چې امریکا دې په پاکستان باندې فشار ډیر زیات کړې، ځکه چې امریکا اوس هم پاکستان ته ضرورت لري خو وایي چې ولسمشر ټرمپ د ټرورزم په هکله کلک او څرگند دریځ لري. کگلمین دا هم وایي چې "د ټرمپ حکومت ترهگري د بیخه ختمول غواړي او په دی لړ کې هیڅ ډول مصلحت نه پېژنې."

XS
SM
MD
LG