د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان اوبه څنګه مهارېدلی شي


نوموړي د "کابل سیند حوزه کې داوبو مصونیت" تر عنوان لاندې یوه تحلیلی مقاله هم لیکلې ده
نوموړي د "کابل سیند حوزه کې داوبو مصونیت" تر عنوان لاندې یوه تحلیلی مقاله هم لیکلې ده

د امریکا د نبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د برخې مشر شیرجان احمدزی وايي افغانستان باید له ګاونډیانو سره د خپلو اوبو ستونزې حل کړي.

ښاغلی احمدزی وايي د اوبو د مصونیت او مدیریت ستونزه یوازې دافغانستان ستونزه نه بلکې دا ستونزه د سیمې ځینې هېوادونو هم رانغاړي. هغه افغانستان دا مهال خپلې اړتیا ته په کتو ډېرې اوبه لري، خو د اقلیم بدلونو د دغه هېواد په طبعي زیرمو او یخچالونو کې اوبه کمې کړې چې په اوږد مهال کې ډېرې ستونزې پیدا کولی شي.

شیر جان احمدزي د "کابل سیند حوزه کې داوبو مصونیت" تر عنوان لاندې یوه تحلیلي مقاله هم لیکلي ده.

نوموړي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د افغانستان د اوبو ستونزه باید له سیاسي پلوه نه، بلکې له تخنیکي پلوه له ګاونډیانو سره وڅېړل شي او حل شي. هغه له پاکستان او ایران سره د افغانستان د اوبو د ستونزو د حل لپاره وړاندیزونه هم لري.

جعفر هاند په دې اړه له ښاغلي احمدزي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلې چې د اوبو مصونیت څه شی دی؟

please wait

No media source currently available

0:00 0:13:19 0:00

XS
SM
MD
LG