د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له هرو دریو افغانانو څخه یو تن د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وایي په افغانستان کې له هرو دریو افغانانو څخه تقریبا یو تن نشي کوی چې په کافي اندازه د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړي.

دغه صندوق د ایکس په یوه پیغام کې لیکلي چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۱ میلیون افغانانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړيدي.

په ورته وخت کې د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي چې په افغانستان کې د اوبو اخیستل، لاسرسی او تنظیم کول ستونزمن کیږي. دغه کمیټه وایي چې د اوبو نشتوالی په روځني ژوند، کار او صحت تاثیرات لري. دې نړیوالې ادارې دا څرګندونې د مارچ په ۲۲ مه د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت کړې وې.

د سره صلیب د کمیټې په وینا، په کلیوالو سیمو کې اوږدمهاله کړکیچونو، پخوانیو جګړو، وچکالیو، د اورښتونو کموالي، د جمعیت ګړندي زیاتوالي او له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو راتګ څاه ګانې او کاریزونه تر فشار لاندې راوستي دي.

د سره صلیب د کمیټې په وینا، کورنۍ تر ډیره په نه خوندي سطحي اوبو اکتا کوي او یا هم میرمنې او ماشومان د اوږدو واټنونو په وهلو سره خپلې لومړنۍ اړتیاوي پوره کوي.

د یادې کمیتې په وینا، د کابل، مزار شریف او کندهار په شان ښاري مرکزونه هم د ورته فشارونو سره مخ دي. دغه کمیټه وایي په داسې حال کې چې کورنۍ په زیاتیدونکي شکل په شخصي څاه ګانو او یا هم ټانکرونو اتکا کوي، د نفوذ ګړندی زیاتوالی، راستنیدونکي او په نه کنټرول شوي شکل د اوبو را ایستلو د ځمکې لاندې اوبو د کموالي لامل شوي دي.

بلخوا د غیر انتفاعي بڼسټ مرسي کورپس (Mercy Corps) تیر کال راپور له مخې، په کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه په تیرو لسو کلونو کې تر ۳۰ مترو پورې ټیټه شوې ده.

د دې بنسټ د راپور له مخې په کابل کې د اوبو نږدې نیمایي څاګانې، چې د ښار د اوسیدونکو لپاره د څښاک د اوبو اصلي سرچینه ده، وچې شوې دي.

د مرسي کورپس د موندنو له مخې، که دا بهیر دوام وکړي، ښایي په کابل کې د اوبو ټولې سرچینې تر ۲۰۳۰ پورې وچې شي، چې د ښار د اوو میلیونو اوسیدونکو لپاره به جدي ګواښ وي.

نړیوالو بنسټونو د اقلیمي بدلون ترڅنګ، د ځمکې لاندې اوبو د نامنظمه او له حده زیاته کارول هم د پاکو اوبو د کمښت له اصلي لاملونو څخه بللي او ټینګار یې کړی، چې د اوبو د سرچینو د خوندي کولو لپاره باید له احتیاط څخه کار واخیستل شي او په دوامداره توګه مدیریت شي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي د وضعیت د ښه والي لپاره یوازې بشري مداخلات کافي ندي او پایه داره حل لار، د اوبو په تاسیساتو کې همغږو پانګونو، موثره خړوبونې، د اوبو د خوندیتوب منابعو، او د ټولنو په سطحه مدیریت ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG