د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له پاکستان څخه د کرکټ د دریو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د دریو شل اوریزو سیالیو لړۍ ۲-۱ د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

دا دواړو هېوادونو ترمنځ د دریو لوبو د لړۍ وروستۍ وه. چې پاکستان وګټله خو د لوبو لړۍ افغانستان ګټلې ده.

په شارجه کې د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (حمل شپږمه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو په وروستۍ لوبې کې افغان کپتان راشد خان پچه وګټله او د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

شاید د راشد خان فکر دا و چې ممکن بیا هم پاکستاني لوبغاړي د تېرو دوو لوبو په څېر په کمو منډو کې اوټ کړي، خو پاکستان په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

افغانستان دا هدف پوره نشو کړای او پاکستان لوبه وګټله. افغانستان یوازې ۱۱۶ منډې وکړې.

د پاکستان په لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې ۴۹ منډې سایم ایوب وکړې. افتخار احمد ۳۱ او کپتان شاداب خان ۲۸ منډې وکړې.

په افغان توپ وهونکو کې عظمت الله عمرزي ۲۱، رحمان الله ګربز ۱۸، محمد نبي ۱۷، راشد خان ۱۶ او عثمان غنی ۱۵ منډې وکړې. نجیب ځدراڼ د احسان الله په توپ په زنې باندې ولګېده، ژوبل شو او له میدان څخه ووت. د هغه په ځای عظمت الله عمرزي توپ وهنه وکړه.

مجیب الرحمن دوه، راشد خان، محمد نبي، کریم جنت، فضل حق فاروقي او فرید ملک یو یو پاکستاني لوبغاړي اوټ کړل.

افغانستان له دغو سیالیو وروسته له زمبابوې سره د ټست لوبې ولري.

دلته جعفر هاند د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوبو په اړه غږېدلی.

XS
SM
MD
LG