د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ملي پیوستون پروګرام ۱.۵میلیارده ډالر لګولي


دا پروګرام ۱۴ کلن شو
دا پروګرام ۱۴ کلن شو

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر د شنبې په ورځ په کابل کې د ملي پیوستون پروګرام د څوارلس کلن راپور جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.

د دغه وزارت وزیر نصیر احمد دُراني وویل چې د ملي پیوستون پروګرام له لارې ټول ټال ۸۶ زره پروژې، چې د کیفیت له پلوه یې ساری په افغانستان کې نه لیدل کیږي، عملي شوې دي.

د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی د دغو پروژو د تطبیق د پایلو په اړه وویل "دري پنځوس زره کیلومتره د کلیو سرکونه جوړ، زر د څښاک د اوبو منبعې، زر کیلو واټه د اوبو او لمریزه بریښنا جوړه شوه، شپیته زره ټولګي جوړ شول، په زرګونو کلینکونه جوړ شول او د کرنې لپاره یو میلیون هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبه شولې".

د ملي پیوستون پروګرام له لارې د دغو پروژو پر پلي کولو یو نیم میلیارد امریکایي ډالره مصرف راغلی چې د نړیوال بانک لخوا ورکړل شوې دي.

اوس افغان حکومت د ملي پیوستون د پروګرام پر ځای ولسي تړون تر نامه لاندې ورته پروګرام پام کې نیولی دی چې،د دې پروګرام له لارې به د کلیو څخه سربیره په ښارونو کې هم لویې او وړې پروژې پلې شي.

د ولسي تړون پروګرام به د دوه زره اوولسم کال په مارچ او اپریل میاشتو کې د افغانستان د ټولو ولایتونو په کلو کې شروع او تر لسو کلونو پورې دوام وکړي.

افغان چارواکي وايي، دغه پروګرام به په دریو پړاونو کې عملي شي او په لومړيپړاو کې به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۱۷ ولسوالیو ۱۲زره کلي تر پوښښ لاندې راوستل شي.

د ولسي تړون د لس کلن پروګرام د عملي کولو لپاره یو میلیارد ډالر په پام کې نیول شوي، چې د لومړیو څلورو کلونو لپاره ورته د نړیوال بانک، افغان حکومت او د نړیوالې پراختیايي ادارې له خوا ۶۳۰ میلونه ډالر برابر شوي دي.

د نړیوال بانک چارواکي وايي، په اغیزمنه توګه د ولسي تړون د پروګرام په پلي کولو کې به د ملي پیوستون پروګرام له تجربو څخه کار واخلي.

په کابل کې د نړیوال بانک مشر شبهام چودري ددې پروګرام په اړه وویل" دا د خوشالۍ ځای دی چې د ملي پیوستون پروګرام یو تهداب وه د یو لوې کار لپاره چې هغه ملي ولسي تړون دی،موږ دا تمه لرو چې د ولسي تړون د تطبیق یوه برخه وه اوسو".

د ولسي تړون د پروګرام چارې د مالیې، کلیو پراختیا، کرنې او اوبولګلو، پوهنې، عامې روغتیا او فواید عامې وزارتونو او د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا په ګډه پر مخ وړل کیږي.

د روغتیايي آسانتیاو برابرول، د ښوونیز سیستم پياوړتیا، بریښنا رسونه او د کرنیزو زیربناوو جوړول د دغه پروګرام اصلي موخې دي.

XS
SM
MD
LG