د لاس رسي وړ اتصالات

څه باندې یو میلیون افغانان خپل هېواد ته ستنیږي


 اسلام اباد ته نژدې پولیسو د افغان مهاجرینو کمپ وران کړ
اسلام اباد ته نژدې پولیسو د افغان مهاجرینو کمپ وران کړ

ملګري ملتونه وایي په همدې کال کې شاوخوا ۳۷۰ زره افغان کډوال له پاکستان نه خپل هیواد ته ستانه شوي دي او د جولای میاشتې رادیخوا پدې شمیر کې د پام وړ زیاتوالې ښکاري.

په کابل کې د ملګروملتونو د بشري چارو د هماهنګۍ دفتر د یکشنبې (اکتوبر۱۶) په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې دا شمیره ذکر کړه او وایي نژدې ۵۲ زره افغانان د ۲۰۰۹ کال وروسته د اول ځل لپاره په یوه اونۍ کې د سرحد پورې وتي او خپل هیواد ته ورغلل.

اعلامیه کې ویل شوي چې د بیرته ستنیدونکو په شمیر کې د زیاتوالی، د پاکستاني مقاماتو لخوا د دوامداره فشار اچول دي چې د ویزو اخستو لپاره د شرایطو سختیدل، لنډمهاله اوسیدو لپاره د ریجسټر شوي کارت غوښتنه، د پولسو مخ په زیاتیدونکو چاپو، بندي کول، جبري ستنول، بازارونو ته په تګ محدودیتونه وضع کول، صحي خدماتو او تعلیم ته نه لاس رسی او بیکاري یي ستر علتونه ګڼل شوي دي.

داوطلب ستنیدونکو هر مهاجر ته لدې وروسته ۴۰۰ ډالره ورکوي
داوطلب ستنیدونکو هر مهاجر ته لدې وروسته ۴۰۰ ډالره ورکوي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ د دفتر په وینا، په تیره یوه اونۍ کې هره ورځ ۵۲۰۰ ریجسټر شوي او ۲۱۶۰ بی اسنادو ستنیدونکي کډوال د پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي. د اعلامیې په تخمین د اوسني روان بهیر نه داسی څرګندیږي چې ۴۴۶ زره نور ریجسټر او بی اسنادو مهاجرین هم د روان کال تر پایه پورې خپل هیواد أفغانستان ته ستانه شي.

یاده اداره وایي، د ملګروملتونو د کډوالو د چارو دفتر به د سیمه ایزه مقاماتو او خیریه موسسو په همکارۍ، د معلومداره منابعو د کمبود ترڅنګ هم خپل ملاتړ اوهمکاري وکړي.

د بشري مرستو د همانګۍ اداره خبردارې ورکوي چې د خیریه مرستو موسسې د نومبر میاشتې د اورښتونو او ژمي د رسیدو مخکې په بیړه کې دي چې هرڅه ژر خپل کمکونه وروسوي.

په پاکستان کې د ملګروملتونو د کډوالو د چارو ادارې مسؤلانو وویل چې د بیرته ستنیدونکو أفغان کډوالو لویه برخه داوطلبه ده او وایي د مهاجرت ادارې هم تصمیم نیولې چې داوطلب ستنیدونکو ته تعینه شوې نغدي مرسته د تیری جون د نیمایي رادیخوا د هرشخص لپاره د ۲۰۰ ډالرو نه ۴۰۰ ډالرو ته پورته کړي. همدې مسؤلینو وویل د أفغانستان حکومت هم یو نوی پروګرام پیل کړې چې له مخې یي بی ځایه شوې کورنۍ دیته هڅول کیږي چې خپل هیواد افغانستان ته ستنې شي او د هیواد په بیارغونه کې سهم واخلي چې همدا د تعین شوو أفغان ستنیدونکو په شمیر کې په غیر معمول ډول زیاتوالې راوړو.

په پاکستان کې شاوخوا یونیم میلیون ریجسټر أفغان مهاجرین اوسیږي، خو ترڅنګ يي لږترلږه یو میلیون نور بی اسنادو ژوند کوي. اکثره بی ځای شوې کورنۍ د أفغانستان د کورنۍ جګړې په وخت کې تښتیدلي دي.

پاکستاني مقامات چې په سرحدونو کې د څار او امنیت پروسه جدي نیولې او د مهاجرینو پر تګ راتګ سخت څار کوي وایي د هیواد ضد عناصر يي د سرحد په دواړو غاړو کې پټیږي او د تروریستي بریدونو پلانونه جوړوي. خو منتقدین پدې باور دي چې پر أفغان مهاجرینو فشار زیاتول د اسلام اباد کابل ترمنځ د هغه اختلاف له وجهې زیات شوی چې یوپربل د تروریزم د خپراوي تورونه لګوي.

د ۲۰۱۴ کال وروسته چې د امریکا په مشرۍ نړیوال محاربوي ځواکونه ووتل، د أفغانستان په اکثره ولایتونو کې د طالبانو په مشرۍ یاغیتوب تر ننه پورې د پاکستان او ایران نه د ملګروملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په مالي لګښت د أفغان مهاجرینو بیرته ستنیدو بهیر پڅ کړې دی.

ملګروملتونو پدې وروستیو کې د ۱۵۰ میلیون ډالرو بیړنۍ غوښتنه کړې چې هغو څه باندې یو میلیون مهاجرینو ته په بیړه ورسول شي چې د دوئ د تخمین پراساس د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې به خپل هیواد ته ستانه شي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG